Sep 20, 2021 16:19 Asia/Kabul
  • ترهه ګرو ډلګیواود عراق په شمال کې د هغو ملاتړوته د جنرال باقری خبردارې

جنرال باقری ټینګار وکړ وسله وال ځواکونه به د ساتندویه ځواک په مسولیت او ملګرتیا سره د دغې ترهه ګرې ډلګۍ ټغر ټول کړی او هغوعملیاتو ته به چی په تیرو دو اونیو کې ترسره شول ، دوام ورکړی . ځکه چی دا د ایرانی ملت منطقی او قانونی حق دې چی امنه او ارامې پولې ولرلې شی .

 

ترهه ګرو ډلګیو په وروستیوڅوکلونو کې د امریکا اوصیهونیسټ رژیم په ملاتړ سره هڅه کړی ده په ترهه ګرو اقداماتوسره د سرحدی سیمو د ناامنه کولو له لارې ایران پرضد فشار زیات کړې دې .

دغه خوځښتونو که څه هم هرځل د هغو له وران کاریو سره متناسب ضروری ځواب  درلودلی خو په دې زمینه کې د ایران و وسله وال ځواک د لوی درستیز جنرال باقری د اتبار ورځې خبردارې ترهه ګرو ډلګیو او د هغو ملاتړو ته جدی خبردارې دې .

د ایران لوی درستیزد عراق په شمال کې د ترهه ګرو ډلو فعالیت ته په اشارې سره وویل د عراق د شمال د اقلیم په مسله کې  له بده مرغه د اقلیم په کم پام او هغو کمزورتیاو سره چی د عراق حکومت د امریکایانو د شتون په دلیل درلودلی ، مخامخ یو چی دا سبب شوی د عراق په شمال کې د انقلاب ضد وسله والې ‌ډلګۍ فعال شتون ولرلې شی .

جنرال باقری ټینګار وکړ وسله وال ځواکونه  به د ساتندویه ځواک په مسولیت او ملګرتیا سره د دغې ترهه ګرې ډلګۍ ټغر ټول کړی او هغوعملیاتو ته به چی په تیرو دو اونیو کې ترسره شول ، دوام ورکړی . ځکه چی دا د ایرانی ملت منطقی او قانونی حق دې چی امنه او ارامې پولې ولرلې شی .

په دې زمینه کې دوه ټکی مهم دي .

لومړې دا چی عراق د امریکا له پوځی نیواکه وروسته د ترهه ګرو ډلو د فعالیتونو لپاره په یوه ځای بدل شو  او امریکا له دغه وضعیته په ځلونو د ایران د امنیت پرضد استفاده کړی ده .

دوهم ټکی د هیواد په پلو او امنیت پرضد تیری ګرو عناصرو ته ځواب ورکول روا حق دې .

جنرال باقری په دې اړه د امریکا حریر اډه د ایران پرضد د دسیسې د یوې ځالې په توګه یاده کړه اوجوته یې کړه زمونږ پولو ته نږدې د دغې اډې شتون او د دغه اډې دننه به د انقلاب ضد دسیسې د غونډو ترسره کول ونه زغمی او دوی باید خپل ټغر ټول کړی او دا کار تازه پیل شوی دې اړو په جدین سره به دوام ومومی او په سیمه کې د دوامداره ارامښت او امنیت د ټینګولولپاره  پوځی او ډیپلوماټیک فعالیتونه باید ټینګ شی .

بی شکه ایران په دې زمینه کې پریکنده او چټک عمل کوی . د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په دریمه د بغداد هوایی ډګر ته نږدې د سردار شیهید سلیمانی او ابومهدی المهندس له شهادته وروسته د ایران ساتندویه ځواک د امریکا په دغه جنایت  په لومړی ځواب کې  په عراق کې د امریکا تر ټولو مهمه او ستره پوځی اډه عین الاسد په نښه کړه چی د دغې اډې ستره برخه چی ایران پرضد د ترهه اقدام لپاره یوځای وو ، تباه شوه .

امریکا د امنیت او ثبات د تامینولو په پلمه خپل پوځی شتون  زیات کړ خو هر څومره چی د امریکا پوځی شتون زیات شوی دې د ناامنۍ زمینې هم زیاتې شوی او ترهه ګر فعالیتونه زیات شوی دي .

د نړیوالو مسلو کارپیژاندې مجتبی شاهسونی د سیمې په بې ثباتۍ کې د امریکا د پوځی اډو د رول په اړه جوتوی  امریکا په سیمه کې نیغ په نیغه یا غیر مستقیمه توګه ډیرې پوځی اډې لری چی په دغو کې د هر اډې د جوړولو په وخت ادعا شوی ده چی د د جوړولوهدف یې د امنیت تامینول دي خو تاریخ ثابته کړی ده چی په سیمه کې د امریکا زیات پوځی شتون د اسیا د لویدیځ لپاره له بی ثباتۍ او تاوتریخوالی زیاتولو پرته بل څه ندی درلودلی .

څرګنده ده چی د نړیوالو اصولو په اساس هم د عراق حکومت او هم د عراق د شمال اقلیم په دې رابطه مسولیت لری او باید په دغه مسولیت عمل وکړی تر څو د عراق له شماله د ایرانی ملت پرضد د دغو ترهه ګرو ډلو ټغر ټول شي .

 

 

ټیګونه