Sep 22, 2021 04:51 Asia/Kabul
  • د ایران سیاست د سیمې د درستو هیوادونود مځکنۍ بشپړتیا ساتل دي

 سید ابراهیم ریئسي  روښانه کړه ،  دایران اسلامی جمهوریت  وړاندیز کوي ، چې  د انساني مسئلو په توګه  د سلامتیا او ژواک  چاپیریلا د دوو مقولو په معرفي کولو سره ،   ددغو دوو مقولو  دتامین په کړۍ کې  خنډ اچول او  هرډول بندیز ممنوع اعلان شي .

  زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته  په هغې وینا کې  د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ په شپږ اویایمې   غونډې کې د  ویډیوئي  کنفرانس له لارې خپره شوه ، ټينګار وکړ، دکانګرس په ودانۍ  د امریکا د خلکو د یرغل  تاریخ جوړونکو عکسونو خپریدا  او  له امریکائي الوتکو څخه د افغانانو د لاندې غورځیدا د  تصویرونو خپریدا ، له کپيټل تر کابله   نړۍ ته  یو پیغام  مخابیره کړ او  هغه دا چې  د امریکا دسلطې نظام  هغه که په داخل کې دی او  که په بهر کې بې اعتباره دی .

د اسلامی ایران ولسمشر  ددې خبرې په  کولو سره چې  د ملتونو دحقوقو خلاف ورزي ، له بل هرڅه  دنړۍ سوله او امنیت  له خطرې سره مخامخ کوي ، ټینګار وکړ ، د ایران  داسلامی جمهوریت  سیاست د سیمې  د درستو هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا ساتل دي .

ایت ا... ابراهیم ریئسي  ددې خبرې په کولو سره چې  دملتونو استقامت  دزبرځواکونو له قدرته لا پياوړتیا دی او نن سبا  دلویدیځي هویّت  تپونکي پروژې ماته خوړلې ده ، ووئيل ،  په تیرو څو لسیزو کې د  امریکا تیروتنه دا  وه چې  له نړۍ  سره د خپل ژوند  د رودې  د بدلولو په ځاي ، له نړۍ سره د خپل  جنګ روده بدلوي .

 د اسلامی ایران ولسمشر  په دوام کې ووئیل ،  د ایران دملت بایکاټول ،  د ایټمي پروګرام  له پيلیدا وخت  راهسې نه ،  او نه  هم حتی  د اسلامی انقلاب له پیل سره پيل شوي ، بلکې  له ۱۹۵۱کاله  ، یعني  د ایران دتیلو دصنعت  د ملی کیدا له وخته پیل  شول د ایران د ملت د ټاکلي حکومت په ضد  دپوځي کودتا سبب شول  د  امریکایانو او انګریزانو په وسیله . بندیز ، په تیره  د درملو  بندیز، هغه هم د کروناپه بحران کې ،  د بشریّت په ضد جنایت دی .

 سید ابراهیم ریئسي  روښانه کړه ،  دایران اسلامی جمهوریت  وړاندیز کوي ، چې  د انساني مسئلو په توګه  د سلامتیا او ژواک  چاپیریلا د دوو مقولو په معرفي کولو سره ،   ددغو دوو مقولو  دتامین په کړۍ کې  خنډ اچول او  هرډول بندیز ممنوع اعلان شي .

 هغه ووئیل ،   همداراز  زه د ایران دملت  او دهغو میلیونونو کډوالو په نیابت  چې  د مونږ دهیواد میلمانه دي ، دامریکا  دغیر انساني  او غیر قانوني بندیزونو دوام  په تیره بیا  د انسان دوستۍپه شیانو کې په محکوم کولو سره ،  د  امریکائي   انساني حقوقو  د واقعیّت  او سمبول په  توګه   د بشریت په ضد  ددغه منظم جنایت  دثبتیدا غوښتونکی یم .  

 داسلامی ایران  ولسمشر  دخپلې وینا په دوام کې  دې ته په اشارې سره چې   دایران د اسلامی جمهوریت  سټراټژيک تفکر ، د اسلامی انقلاب  د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی په مکتب کې ریښه او دسوچه  اسلام  مفهوم لري ،   د عقلانیّت، د تدبّر  او تفکر  اسلام ،  هغه سوچه اسلام  چې د مقاومت   ګټه ئې  د هیوادونو له ملي ګټو سره سمون خوري ، ووئیل ؛  د حکومتونو   د  دندو په باب له خبرو کولو پرته  د ملتونو دحقوقو خبرې کول  دانسانانو حقوق  نه پوره کوي . 

 د ایران د  اسلامی جمهوریت  ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې  د مونږ سیاست   د سیمې د درستو هیوادونو  دمځکنۍ بشپړتیا او دثبات ساتل دي ، زیاته کړه ، که  د سورئې او عراق  د حکومتونو او ملتونو ترڅنګ د ایران  قدرت اورول  نه وائ   او که  دشهید  ابومهدي  امهندس  او د شهید جنرال قاسم سلیماني  مجاهدت نه وائ ، نو اوس  به  داعش د اروپا دمدیترانې  ګاونډی ؤ ، البته  داعش  به  دافراط پالنې تر ټولو وروستۍ څپه نه وي . 

  هغه  همداراز  دې ته په اشارې سره چې   په یمن کې  انساني بحران ډير اندیښمنونکی دی ، او نړۍ باید  د بشریّت په ضد دجنایت په وړاندې  خپله چپتیا ختمه کړي ، ټينګار وکړ، حل لاره ،  دتیریو بې قید او شرط او سملاسي بندیدا، د انسان دوستۍ  دمرستو دلارې پرانیستل  او د یمن والو ترمینځ  ددرغونده خبرواترو آسانتیاؤ  برابرول دي .

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  په دې خبرې په ټينګار سره چې  د قدس ن یواکګر رژيم  دحکومتي ترهه ګرۍ دترټولو سترو تشکیلاتو منظمونکی  دی ، چې  ایجنډا ئې ،په غزې او لویدیځي غاړې کې  د ماشومانو او ښځو وژل دي ، ووئیل ؛  نن  سبا   هراړخیزې کلابندۍ ، عزه  دنړۍ په یوه ترټولو ستر زندان بدله کړې ده .

آیت ا... ابراهیم ریئسي  په دې خبرې په ټینګار سره چې   اوس درسته نړۍ  او پخپله امریکایان  مني چې  د ایران له ملت سره  دمقابلې پروژه چې  په وروستي پړاؤ کې  د جامعې نړیوالې ایټمي  موافقې  په شکل او محتوا کې څرګنده شوې ، او دزیاتره دباؤ  په سیاست او  له دغې نړیوالې موافقې څخه  پخپل سر او غیر قانوني وتنې سره تعقیب شوې ،  په بشپړ ډول ئې ماته خوړلې ده ، ووئيل ؛  په عین حال کې  تر دې دمه د زیاتره ظلم سیاست  پریښودل شوی نه دی .

 هغه ووئیل ،  د ایټمی انرژۍ  دنړیوال آژانس پنځلس راپورونو   خپلو ژمنو ته د ایران پابندي تائيد کړې ده ، خو ا مریکا  خپلو ژمنو ته چې  د بندیزونو لغوه کیدا ده عمل نه دی کړی .  

 

ټیګونه