Sep 23, 2021 04:29 Asia/Kabul
  • امریکا د اروپايي هیوادونو په ملګرتیا سره بندیزونو ته دوام ورکړی

فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د بریتانیا نوي خارجه وزیرې میرمن لیزټرس(Liz Truss) پرون د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د شپږاویایمې (۷۶) غونډې په څنګ کښې د دوه اړخیزه موضوعګانو ، اټومي تړون او د افغانستان د حالت په هکله خبرې وکړې .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  په دې خبرې سره چې د دوه اړخیزه اړیکو بیارغول جدي اقداماتو ته ضرورت لري ایران ته د بریتانیا د څلویښت(۴۰) کلونو پورونو د بیرته ورکولو د عملیاتي کیدا پرضرورت ټینګار وکړ .

حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې ایران په اټومي تړون کښې ډیرې خبرې او ژمنې اوریدلي دي خو هیڅ عملي کار یې نه دی لیدلی وویل له بده مرغه بریتانیا هم خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او دغه کړچار باید بدل شي .

هغه وویل د امریکا حکومت د اروپايي هیوادونو په ملګرتیا او چپتیا سره هماغه راز د خپلو غیر قانوني بایکاټونو لګولو ته دوام ورکوي او له دې سره په یووخت اټومي تړون ته د بیرته ستنیدا ادعا کوي .

د ایران خارجه وزیر  حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ ضرورت شته چې بریتانیا پام وکړي چې په خپلو ژمنو عمل کول د اړیکو د بیارغولو یوازنۍ لاره ده او تهران مثبت او رغنده ګام ته مناسب ځواب ورکوي .

د بریتانیا خارجه وزیرې الیزابت ټرس هم په دغه کتنې کښې وویل لندن ایران ته د خپلو پورونو ورکولو ته چمتو دی .

هغې اټومي تړون ته په اشارې سره وویل په اټومي موافقې کښې حاضردمه اصلي موضوع د خبرو اترو د بهیر د پیلیدا وخت ته د ټولو لورو د پام اصلي موضوع ده .

 

ټیګونه