Sep 23, 2021 04:55 Asia/Kabul
  • سپیڅلي دفاع د ازادي غواړو لپاره یوه ستره بیلګه ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ د ایران د زړورو خلکو سپیڅلي دفاع د ازادي غواړو لپاره د مقاومت او تیریګرو ، بدغواړو او دسیسه ګرو ته د ایران د ملت د پریکنده ځواب د ورکولو بیلګه وه .

د ایران خارجه وزارت د سپیڅلي دفاع د اونۍ په مناسبت په یوې (۱) خبر پاڼه کښې ویلي دي د دغه لرغوني ټاټوبي د خپلواکۍ او د سرحدونو او د خاورې دفاع او ځمکنۍ بشپړتیا ساتل په سپیڅلي دفاع کښې دایران د سرلوړي ملت بریاوې ګڼل کیږي .

د ایران خارجه وزارت په دغه بیانیې کښې وویل د ایران د ملت پرضد د عراق د صدام رژیم  اته (۸) کلن تپلی جنګ د نړیوالو حقوقو او اصولو پرضد اقدام او د سیمې د ثبات له مینځه وړونکی کار و او دغه جنګ د سیمې په امنیت باندې ورانونکي اغیزونه وکړل او له تیریګرو څخه په سیمه کښې د ځینو عربو هیوادونو ملاتړ او د ځینو نړیوالو قدرتونو چې په سر کښې یې امریکا وه حمایت  په فارس خلیج سیمه کښې د نورو جنګونو د رامینځته کیدا او د تیریو د دوام سبب شو .

د ایران خارجه وزارت ډاګینه کړه د ایران اسلامي جمهوریت له تیرو څو لسیزو راهسې تل له ګاونډیو هیوادونو سره د خبرو اترو او د ډيپلوماسۍ منادي دی او هماغه راز تفاهم ، د ناوړه تفاهمونو ختمیدل او خبرې اترې په سیمه کښې د پراختیا ، امنیت او د سولې یوازنۍ  لاره ګڼي .

 

ټیګونه