Sep 23, 2021 14:02 Asia/Kabul
  • د ایران سمندري ځواک دنړۍ په هرې سیمې کې شتون  درلودلی شي 

    امیر البحر ایراني  روښانه کړه ،  دښمنانو د ایران ددغو سمندري بیړیو بریالیتوب نه غوښت ، خو  دوي په نهایت کې مجبوره  شول ، د ایرانیو ارادې ته داحترام په سترګه وګوري .

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قوماندان امیرالبحر شهرام ایراني  بیګا  له العالم ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې ووئیل،د ایران  دبیړیو پنځه اویایمې ډلې  پخبل څه دپاسه یوسل درې دیرشو ورځنی ماموریت کې  پنځه څلویښت زره مربع کلومیټر فاصله کچ  کړې او بریالی شوي چې  د درو سمندرونو څخه  او د ۵۵ دوستو او دښمنو هیوادونو له سواحلو څخه تیره شي، له دې پرته چې  په کوم پلیټ فارم یا بندر کې دیره شي.

    امیر البحر ایراني  روښانه کړه ،  دښمنانو د ایران ددغو سمندري بیړیو بریالیتوب نه غوښت ، خو  دوي په نهایت کې مجبوره  شول ، د ایرانیو ارادې ته داحترام په سترګه وګوري .

 د ایران دپوځ د سمندري ځواک قوماندان  ووئیل  ددغه ماموریت پیغام دا دی چې  مونږ  په هرې هغې سیمې کې  چې  که ضرورت شي ،  شتون پيدا کولی شو او   په سیمې کې د پرَدیو له شتون پرته امنیت ټينګولی شو .  

 

ټیګونه