Sep 24, 2021 06:18 Asia/Kabul
  • د سردار قاسم سلیماني ترور د ترهه ګرۍ ترټولو څرګند مثال دی

 د ایران خارجه وزیر   له لبنانه رانیولې تر عراق او افغانستان پورې  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې  کې  دسیمې له هیوادونو سره په ملګرتیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت  رغنده رول  ته  هم اشاره وکړه . 

ایرنا خبری اژانس راپورورکړ ، داسلام ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  ددې خبرې په کولو سره چې    نن سبا د ترهه ګرۍ سپيرې بلا نړۍ ګیره کړې ده ، ووئیل ، دعراق په خاورې کې د امریکا په وسیله د سولې  د ستر سردار   شهید جنرال  قاسم سلیماني  ترور  ددغې ترهه ګرۍ  یو تر ټولو څرګند مثال دی .

 امیر عبداللهیان د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ  له مشر عبدا... شهید سره  په کتنې کې  یادونه کړې  چې  ، د عدالت منګولو ته ددغه ترور د فرمان صادرونکو او عاملانو د سپارلو په موخې سره  ددغه ترور دتعقیبونې لپاره  دایران په داخل کې یوه نړیواله او حقوقي کمیټې  جوړه شوې ده ، خو  ملګري ملتونه  هم په دې زمینې کې مهم رول لري .

 د ایران خارجه وزیر   له لبنانه رانیولې تر عراق او افغانستان پورې  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې  کې  دسیمې له هیوادونو سره په ملګرتیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت  رغنده رول  ته  هم اشاره وکړه .  هغه ددې خبرې په کولو سره  چې  بندیز د ملتونو په ضد د ترهه ګرۍ په آوزار بدل شوی ، روښانه کړه ،  له دغې عمومی اسمبلۍ  تمه دا  ده چې  دڅواړخیز پالنې په بیاوړي کولو سره  دې د امریکا  دیواړخیز پالنې او غیر قانونی اقداماتو په وړاندې ودریږي .

 د ایران خارجه وزیر  په دې باندې په افسوس کولو سره چې   امریکا له شعارونو سره سره  اقتصادي ترهه ګرۍ ته  ، روغتیائی  او درملیزې ترهه ګري  سره غوټه ورکړې ده ،دغه کړچار ته ئې  د نړیوالې ټولنې  دجدي ځواب وینې پر ضرورت ټينګار کړی دی .  په دغې ناستې کې  عبدا... شهید هم  څو اړخیز پال سسټم  د نړیولې ټولنې  یوازینۍ لاره او ټاکنه بللې او وئیلي ئې دي ،کرونائي بحران وښودله چې  هیوادونه تر کومه حده  سره وصل دي  او تره هغه وخته چې درست په امنیت کې نه وي هیڅوک  به په  ځان له سر په امنیت کې نشي .

 

ټیګونه