Sep 24, 2021 14:38 Asia/Kabul
  • اټومي خبرو ته د بیرته ستنیدا لپاره د غور په حال کښې یوو

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ په ویانا کښې اټومي خبرو اترو ته د بیرته ستنیدا لپاره د غور په حال کښې یوو .

هغه زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې په دې خبرې سره په ویانا کښې اټومي خبرو ته د بیرته ستنیدا لپاره د غور په حال کښې وویل باید د ویانا د  اټومي خبرو اترو د ځنډیدا او د نتیجې د معلومیدا په تمه کې ننو .

د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په شپږاویایمې (۷۶) غونډې  کښې د ګډون لپاره په نیویارک کښې دی د افغانستان د بدلونونو په هکله د ایران د دریځ په هکله وویل د ایران دغه اصولي دریځ چې په افغانستان کښې سوله ، ثبات او امنیت به یوازې د ټولو قومونو په ګډون سره د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا په سیوري کښې تامین شي دقیقا د هغه سم ځای ښودنه کوي چې پکښې ولاړ یوو .

حسین امیر عبداللهیان وویل مونږ په افغانستان کښې له ټولو لورو سره ارتباط لرو او ټول لوري دغه موضوع ته هڅوو .

هغه وویل د کورونا واکسین په ارتباط هم مثبته تجربه لرو او زیاته یې کړه بانکي کارونه او فني اقدامات ترسره شوي دي چې په  دومره اندازه واکسین ایران ته رسیدلي دي او تر راتلونکي میلادي میاشتې پورې هم د ضرورت وړ نور واکسین هیواد ته واردوو .

 

ټیګونه