Sep 26, 2021 16:32 Asia/Kabul
  • د امریکا چلند،د نړیوال  ایټمي خبرواترو لپاره د ایران د فیصله معیار

 دوي له یوه پلوه  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنیدا لپاره  بلنه مطرح کوي او له بل پلوه په یوه وخت  د ایران په ضد نوي بندیزونه  لګوي .

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د شنبې په مازدیګر ایران ته له راستنیدو مخکې ووئیل ،د امریکایانوتیری کونکي پیغامونه چې د رسندوئي چینلونو له خوا له د ډيپلوماټيکو چینلونو له خوا مونږ ته منتقلیږي ،  دمونږ د نهائي فیصلې معّیار به نه وي .

 د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  له دې مخکې  په نیویارک کې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن له مسئول جوزف بورل سره  په  کتنې کې وئیلی وو ،مونږ په جدیّت سره د خبرواترو  د مخینو پر ارزونې بوخت یوو او  نوی حکومت به خبرې اترې له سره پیل کړي .

 د ایران خارجه  وزیر روښانه کړې ده ، دمونږ معیار،دمقابل لورو عمل دی او نه د دوي څرګندونې .نوی حکومت دخبرواترو د دوسیې په مطالعې او ارزونې بوخت دی، نه وخت تیروي،نه د امریکا  ناغیړی چلند مني  او نه به هیواد د مخینه لرونکو چټي او تشو ژمنو سره معطل کړي .

 د  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په باب  او په ویانا کې د خبرواترو د بیرته پیلیدا په باب دایران دخارجه وزیر څرګندونې  دوې مهمې جبنې لري .  لومړنی اړخ ئې ،  ددغې موضوع مطحر کول دي ، چې  آیا امریکا پخپلو ژمنو عمل او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته  دبیرته ستنیدا لپاره  جدي اراده لري؟ په اوسني وضعیّت کې په دې زمینې کې ډير زیات شکونه موجود دي ،ځکه په عمل کې ،  له هغو ژمنتیاؤ ډيرې لږې برخې پرته چې  په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې امریکا او اروپا  منلې وې ،هغه هم په خاص وخت کې ، نور نو هیڅ پيښه  نه ده رامینځةشوي . دډې په ترڅ کې چې  په جامعې نړیوالې ایتمي موافقې کې  د امریکا چلند  تیری کونکی دی .

 دوي له یوه پلوه  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنیدا لپاره  بلنه مطرح کوي او له بل پلوه په یوه وخت  د ایران په ضد نوي بندیزونه  لګوي .

  د ایران د خارجه وزیر  دڅرګندونو دوهم اړخ ،   اروپایانو ته یو معنا لرونکی ځواب  دی چې  دخبرواترو میز ته دب یرته ګرځیدا لپاره  پر ایران په دباؤ سره  هڅه کوي ، په امریکا د ایران د بې ا عتمادي د علتونو او بدعهدیو ته له پامه پرته  جامعه نړیواله ایټمی موافقه په  یواړخیز  ډول اجرا کړي .

 امریکا په حقیقت کې  که  د وخت تیریدا د نړیوالې ایټمي موافقې په تاوان ګني ، نو باید  خپلو ژمنو ته په پابندۍ سره  دې  داوسنیو شرائطو درامینځة کیدا مخه ونیسي .

 تجروبې ښودلې ده  هغه مهال   د امریکا  د ډيپلوماټيکو اقداماتو د ماهیّت په ښه  ډول تجزیه او تحلیل  کولی شو، چې   د ایران په وړاندې د امریکا  کلي سیاست  په نظر کې ونیول شي .

د امریکا اوسني ولسمشر جوزف بایډن  واک ته درسیدا په پیل کې  له نیویارک ټایمز  خپرونې سره په مرکې کې وئيلي وو ، مونږ  له خپلو شریکانو او  متحدانو سره  دمشورو له لارې  نیّت لرو ، د ایران د ایټمي محدودیّتونو  د پیاوړي کولو او تمدیدولو  او د ایران د توغندوي پروګرام  باندې دغور  لپآره  ورپسې خبرو اترو او موافقو ته وارد شو. ا مریکا تل  د  ضرورت په بڼه کې د بندیزونو د بیرته ګرځولو ټاکنه  په  اختیار کې لري او  ایران  ورکوله . 

 د نړیوالو اړیکو  یو  تکړه شناندی او لیکوال هیس براؤن  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په باب  دو اشنګټن د سیاست  غیر منطقي کیدا ته په اشارې سره  وائي ،  دمتحده ایالاتو له خوا دغه چلند ، یوه ملنډه ده ، ځکه  دا مونږ یوو چې  په پیل کې  مو جامعه نړیواله ایټمي موافقه پریښودلې ده .  امریکائي ډيپلوماټان  له دغې موضوع ډډه نشي کولی  چې  موجوده وضعیّت  د متحده ایالاتو  دتیروتنو له امله دی .

 دایټمي انرژۍ نړیوال آژانس  په دوامدار ډول  تر ۲۰۱۸کال پورې  تائيد کړې  وه چې ایران  دنړیوالې ایټمي موافقې مادو ته پابند ؤ .  له دغې موافقې د وتلو لپاره هیڅ  توجیه  نه  وه ، البته له دې پرته چې  مونږ  لازیات شیان  غواړو ؛  البته دا موضوع   د ښه نیّت له پلوه ، د خبرواترو له اساس سره   توپیر لري .

 په حقیقت کې   د ایران په وړاندې د امریکا سیاست ، د زیاتره اقتصادي دباؤنو سره یو ځاي د ډيپلوماسۍ دوام دی . په دې معنا چې  امریکاپه دې پسې ده چې  له ډيپلوماسۍ څخه په استفادې  او د بندیزونو  داساس  په ساتنې سره ، ایران  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنیدا   او په  نورو موضوعګانو کې  خبرواترو اړباسي . 

د امیر عبداللهیان څرګندونې او  په دې زمینې کې د ا مریکا د چلند قضاؤت ، په بشپړ ډول  شفاف او منطقي دی  .  د ایران خارجه وزیر وئیلي دي ، د ګرَم د موندلو لپاره  باید   نظرونه   د اروپایانو پلازمینو او واشنګټن ته  وي ، نه تهران ته ،  ایران   په خبرو اترو کې د امریکایانو  دعملی چلند په اساس  قضاؤت کوي .

 

ټیګونه