Sep 27, 2021 16:36 Asia/Kabul
  • په ایران کې کرونا منحوس ویروس نور ۲۸۹کسان قرباني کړل 

 د هیوادونو د رسمي احصایو  په اساس ، کرونا منحوس ویروس تر دې دمه په درستې نړۍ کې  څه دپاسه دوه سوه دوه دیرش میلوین کسان ککړ کړي  چې له دوي څه دپاسه څلور میلیون اوه لکه  درې شپيته زره کسانو  هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږ خبریال راپور راکړ ،  دایران  د روغتیائي چارو زوارت نن  په یوې اعلامیې کې ووئيل و په تیرو شواروز کې  په ایران کې  دکرونا منحوس ویروس باندې دککړتیا  له امله نورو دوه سوه نهه اتیا کسان قرباني شوي  چې له دوي سره په ایران کې تر دې دمه د کرونائی قربانیانو شمیر  یو لک نولس زره  شپږ سوه نهه پنځوس تنو ته زیات شو .

په دِې اعلامیې  کې وئيل شوي دي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې په درست هیواد کې په کرونا نور  څوارلس زره څلور سوه اویا کسان ککړ شوي چې له دوي  دوه زره  دوه سوه شل ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي  او له دوي سره په ایران کې تردې دمه دککړو کسانو شمیر هم  پنځه میلیون پنځه لکه  اته څلویښت زره تنو ته رسیدلی او تر دې دمه په درملنې پسې هم څلور میلیون نهه لکه شپږ شپیته زره کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

ټیګونه