Oct 13, 2021 11:50 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران او د پاکستان د پوځ چارواکو خبرې وکړې

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او خبرې وکړې .

د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري پاکستان ته د خپل رسمي سفر په دوهمه (۲) ورځ نن د  پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او خبرې کړي دي .

د هرکلي له دستورو وروسته د ایران او د پاکستان لوړرتبه پوځي پلاویو رسمي خبرې پیل کړې .

د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د دوه اړخیزه اړیکو د ترټولو نویو بدلونونو او د افغانستان په شمول د سیمې د بدلونونو په هکله غور وکړ .

د ایران او د پاکستان د پوځ دغو مشرانو په تیرو ګلونو کښې د دوو(۲) ګاونډیو هیوادونو د پوځي ، امنیتي او د سرحدي تعاملاتو د ودې په بهیر باندې د ډاډ په څرګندولو سره د دغو تعاملاتو د زیاتولو په هکله اراده څرګنده کړه .

د ایران د پوځ لوی درستیز باقري  به دغه راز د پاکستان د پوځ د ګډې کمیټۍ له مشر جنرال ندیم رضا سره کتنه او خبرې وکړي .

د ترهګرۍ پرضد د ګډو ملګرتیاو پراخول ، د روزنې د پلاویو تبادله ، د سرحدي مدیریت پیاوړي کول ، د اطلاعاتو تبادله او د دفاعي سلامشورو پراخول  هغه نورې موضوګانې دي چې د ایران د پوځي لوړرتبه پلاوي او د پاکستان د پوځ د چارواکو ترمینځ په خبرو کښې ورباندې بحث او غور کیږي .

 

ټیګونه