Oct 14, 2021 14:24 Asia/Kabul
  • تهران ته د انريکه مورا سفر، د ايران او اروپائي اتحاديې متقابلې هيلې

تهران نن د اروپائي اتحاديې د اقدام سروس د مرستيال کوربا دے.

د ايران د خارجه وزارت سياسي مرستيال علي باقري په يو ټوئيټ کښې د دغه سفر د خبر په اعلانولو سره وليکل: د دوو اړخيزو او د  افغانستان په شمول د سيمه ايزو مسائلو په باره کښې د نظر تبادله او د ظالمانه بنديزونو د ختمولو لپاره خبرې اترې د دغه سفر په اېجنډا کښې شتون لري.

تهران ته د اېنريکه مورا سفر په داسې حالاتو کښې دےچې امريکې او د برجام اېټمي موافقې غړيو په دغه موافقه کښې د ايران د ګټو د ضمانت لپاره د د عيني او راستي آزمائنې وړ ګامونو د اهميت په باره کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د تاکيد باوجود څه محسوسېدونکے اقدام نه دے کړے.  

خو د برطانيې، جرمني او فرانسې ډېپلومېټانو پرون په يو يادښت کښې تهران ته اروپائي اتحاديې د اقدام د سروس د مرستيال سفر ته په اشارې سره وليکل، دغه کتنه په يو مهم وخت کښې رامنځته کيږي چې برجامته د پوره ستنېدنې په اړه د ويانا خبرې اترې د ايران لخوا تقريبا د څلور مياشتو په موده د زوړوند په حال کښې راغلې دي. دا موضوع د اروپا لخوا په داسې حال کښې تکراريږي چې د فرانسې په شمول د اروپايانو د کمزورې کار کردګي د برجام د اجرا په لاره کښې د مشکلاتو د رامنځته کېدو يوه وجه ده. هغه مسائل او مشکلات چې د برجام د اجرا په بهير کښې د اامريکې د نه روغ نيت او بدقوليو په وجه رامنځته شوي دي داسې يوه موضوع نه ده چې ورته بې پامي اوشي او بې نتيجې خبرو اترو ته دوام ورکړې شي. واضحه ده چې د برجام اېټمي موافقې په وړاندې د اروپا په ذمه واريو صحيح عمل نه دے شوے او دا بهير د امريکې د يو اړخيزو اقداماتو يو ډول تائيد ګڼل کيږي.

څرګنده ده چې د برجام د فعالېدو لپاره مهم فرصت په هغه وخت رامنځته کيږي چې د برجام اېټمي موافقې اصلي خلاف ورزي کوؤنکي برجام ته د ستنېدو لپاره سمې لارې ته داخل شي چې البته په دې زمينه کښې زيات کارونه مخې ته شتون لري.

اوس پکار دے دوه مهمې مسئلې معلومې شي؛

وړومبۍ مسئله د وخت او په دې پړاوکښې باقي پاتې لږ فرصت له لاسه د نه ورکولو اهميت ته پاملرنه ده نو ځکه اروپايان په ايران باندې په دباو د تمرکز په ځاے پکار دے د برجام د ساتنې لپاره په خپلو ژمنو د عمل په زمينه کښې جدي او بيړه ناکه فېصله وکړي او د بنديزونو له ختمولو سره اړوند اقدامات او د کارپېژاندو د ډلې له لارې  اېټمي ګامونه وټاکي.

دويمه مسئله برجام اېټمي موافقې ته د امريکې ستنېدل دي چې د دې موضوع لپاره هيڅ ډول خبرو اترو ته ضرورت نيشته، ځکه چې په دې اړه د امريکې لار پوره معلومه ده. امريکه هم هغه ډول چې له موافقې ووتله او د ايران په خلاف يې غېرقانوني بنديزونه ولګول په هم هغه شکل کښې موافقې راستنه کېدې او قانون ماتونې ته خاتمه ورکولې شي.

البته د برجام موافقې د ټولو لورو لپاره د موضوع اهميت ته په پام سره هيله لرلې شوو چې د ويانا خبرې اترې په راتلونکو نزديو وختونو کښې بيا شروع شي؛ خو په دغو خبرو اترو کښې ايران په پرېکنده توګه د هغو حقوقو په لټه کښې دے امريکې يې په برجام کښې خلاف ورزي کړې او اروپا يې په تلافي کولو کښې سستي کړې ده. د دغو غوښتنو پوره کېدل هم پکار دے د راستي آزمائنې وړ او عيني وي چې ايران هغو ژمنو ته چې له برجامه د امريکې له وتلو نه تر يو کاله پورې پرې پابند ؤ قانع کړي چې د لويديځو لورو لپاره يو سخت ازمېښت دي. هيله کيږي چې په تهران کښې اېنريکه مورا نننۍ خبرې اترې په دې زمينه کښې د قبول وړ يوې نتيجې ته اورسيږي.

---------

 

ټیګونه