Oct 14, 2021 15:49 Asia/Kabul
  • د پاکستان د قومي اسمبلۍ مشر لخوا په سيمه کښې د تهران او اسلام آباد د ملګرتياو د زياتولو غوښتنه

د پاکستان د قومي اسمبلۍ مشر په سيمه کښې د تهران او اسلام آباد د ملګرتياو د زياتولو غوښتنه شوه.

د اېرنا د رپوټ له مخې اسد قېصر تېره ورځ د ايران د اسلامي شورا په جرګه کښې د دواړو هېوادونو د پارلېماني دوستۍ د ډلې د مشر احمد امير آبادي فراهاني په مشرۍ د ايران د پارلېماني پلاوي کوربا ؤ د ايران، چين او پاکستان د دوستۍ د ډلو ګډې غونډې د جوړېدو د تجويز ملاتړ وکړ.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ مشر له ايران سره د دوو نويو پوله ايزو لارو پلانېسته، د دوو اړخيزه تعلقاتو دوام او د يو بل هېوادونوته د خلقو د تګ راتګ د اسانتيا سبب وبلله او په پوله ايزو سيمو کښې د خلقو د معيشت د ښۀ کېدو قدرونه وکړه.

د ايران د پارلېماني پلاوي مشر هم په دغه کتنه کښې د ايران، پاکستان او چين د دوستۍ د ډلو د وړومبنۍ غونډې د کورباتوب لپاره د دغه هېواد د پارلېمان د چمتووالي خبر ورکړ.

احمد امير آبادي فراهاني تاکيد وکړ له دې سره سره چې ايران او پاکستان له څو لسيزو راهسې د افغان کډوالو کوربا دي خو له طالبانو غواړوو چې د ايران او پاکستان د پولو لوري ته د کډوالو د نوې څپې د راماتېدو مخه اونيسي، همدارنګ د نشه ايزو موادو له قاچاق سره د مبارزې ترڅګه اجازه ورنکړي چې ترهه ګرعناصرد افغانستان له خاورې د ګاونډيانو په خلاف استفاده  وکړي.

 

ټیګونه