Oct 15, 2021 04:42 Asia/Kabul
  • په مشهد کښې د قندوز د جومات د شهيدانو ياد ونمانځل شو

د مشهد مقدس په جامعه المصطفی کښې د افغانستان د قندوز د جمعې د نمانځه د شهيدانو د ياد مراسم ترسره شول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په سوريې کښې د ولي فقيه پخواني استازي سيد ابوالفضل طباطبائي اشکذري په دغو مراسمو کښې وويل، افغانستان د مقاومت د محور يوه مهمه برخه ده او د ايران اسلامي جمهوريت به هيڅکله د افغانستان مظلوم ولس په تېره بيا شيعه مسلمانان يوازې پرېږنه دي.

هغه زياته کړه، امريکې په تېرو شلو کلونو کښې دوه ټريلين او شپږ نيم لکه ډالر لګولي دي چې افغانستان د ايران، روسيې، چين او هند لپاره د يو ګواښ په صورت کښې راولي.

د طباطبائي اشکذري وويل، نن په دنيا هيڅ يوه فتنه د امريکې او اسرائيلو له سياسي اډاڼې او د سعودي او اماراتو له مالي ملاتړ نه بغېر نه ترسره کيږي.

په سوريې کښې د ولي فقيه پخواني استازي واضحه کړه چې دښمنان په افغانستان کښې د شيعه او سني مذهبي جنګ د رامنځته کولو په تکل کښې دي.

د دغو مراسمو په آخر کښې د قندوز د دغه ترهه ګريز اقدام په غندلو کښې يوه بيانيه ولوستل شوه.د يادونې ده چې په قندوز کښې د شيعه مسلمانانو د جمعې په نمانځه کښې په يوه ترهه ګريزه چاودنه کښې چې ذمه واري يې داعش تکفيري او ترهه ګرې ډلې په غاړه واخېسته تقريبا درې سوه نمونځګزاري شهيدان او يا ژوبل شول.

 

ټیګونه