Oct 15, 2021 13:50 Asia/Kabul
  •   ایران چین او پاکستان ګډه کاري ډله جوړوي

امیر آبادي  همدرااز د افغانستان بدلونونو ته په اشارې سره هم  ووئيل ،د اسلامي ایران لیدتوګه  په افغانستان کې د درستو قومیتونو اوډلو په ګډو سره دیوه ټولشموله حکومت جوړیدا ده .

د ایران د اسلامی جمهوریت او پاکستان د پارلیماني دوستۍ د ډلې مشر احمد امیر آبادي فرهاني چې د پاکستان په سفر تللی،ووئيل د ایران ، چین او پاکستان ترمینځ  د پارلیماني ډيپلوماسۍ  داړیکو پیاوړتیا به ، د سیمې د خلکو د هوساینې  لپاره د  ګډ مشارکت او د درو واړو هیوادونو د اقتصادي ودې او پانګونې زمینه جوړونکي شي . 

 امیر آبادي فراهاني  چې  همدااوس  دپاکستان په اسلام اباد کې دی ، نن ئې د پاکستان د ولسی جرګې له مشر اسد قیصر سره  هم لیده کاته کړي دي . 

 د  ایران  او پاکستان د پارلیماني دوستۍ د ډلې مشر  د ایران او پاکستان دپارلیمانونو ترمینځ دغږملتیا په ضرورت په ټينګار سره ، له چین سره یو ځاي د دواړو هیوادونو د دوستۍ  د ډلو  ګډې غونډې وړاندیز مطرح کړ او  د ایران ، پاکستان ، چین  ددوستۍ د ډلو د  لومړنۍ  غونډې  دکوربتوب لپاهر ئې د ایران د پارلیمان  د چمتووالي خبر ورکړ .

 هغه ټینګار کړی ، د ایران ،چین او پاکستان ترمینځ د پارلیماني ډيپلوماسۍ اړیکو پیاوړتیا به  د درو واړو هیوادونو  او د سیمې د  خلکو د هوساینې لپاره ډيره ګټه وره وي .

امیر آبادي  همدرااز د افغانستان بدلونونو ته په اشارې سره  هم  ووئيل ،  د اسلامي ایران لیدتوګه  په افغانستان کې د درستو قومیتونو اوډلو په ګډو سره دیوه ټولشموله حکومت جوړیدا ده .

احمد امیر آبادي فراهاني روښانه کړې ده ،  ضرورت دی څو  د افغانستان اوسنی حکومت  له نشه ایزو موادو سره په مبارزې سره اجازت ورنکړي ،څو  ترهه ګر عناصر  د افغانستان   له پولو  د ګاونډیانو په ضد کوم فعالیت ولرل شي .

د پاکستان د ولسی جرګې مشر اسد قیصر هم په دغې کتنې کې  په دې خبرې سره چې  پاکستان  له هر هغه وړاندیز څخه  چې د سیمې د شرائطو د ښه کیدا او د خلکو د هوساینې  سبب کیږي ، ملاتړکوي ،ووئيل ،  د پاکستان اوسنی حکومت  د سیمې د هوساینې او پراختیا لپاره  د اقتصادي  او ارتباطاتي  ظرفیّتونو  پر پراختیا متمرکز  او تل  له خلکو سره د خلکو ارتباط  او د تجارت د زیاتیدا غوښتونکی دی . هغه همداراز د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب هم ووئيل ،  اسلام اباد تل  د دافغانستان د خلکو په رهبرۍ او مالکیّت سره د سولې د بهیر ملاتړ کوي .

 

ټیګونه