Oct 16, 2021 05:20 Asia/Kabul
  • امریکایی لیوان به د لمونځ ګزارو په وینودککړولوعذاب وویني

د ملګروملتو د سرمنشي ویندوي  سټیفن دوجاریک هم  په خبري کنفرانس کې د کندهار غمیزه په کلکه غندلې  او  وئيلي ئې دي ، چې  دا غمیزه ښئ ،  په افغانستان کې  ترهه ګري دوام لري   او دغه شان غیر انساني جنایتونه  د افغان ولس  د نهیلی کولو لپاره دي .

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  د افغانستان په کندهار کې د فاطمیه  جومات  غمیزه په سخته محکومه کړې او  وئیلي ئې دي ،  داسلام  او مسلمانانو دښمنانو  لاسونه یو ځل بیا د تکفیری جنایتکارو ترهه ګرو له لستوڼي  راوتلی او  د افغانستان   یوشمیر مظلو خلک ئې  چې د خداي په کور کې د پرودرګار په درګان کې سربسجود ؤؤ په جومات کې په وینو ککړ کړل .

 په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،  د ایران اسلامی جمهوریت  د جمعې په لمانځه کې د ګډون کونکو  مسلمانانو په خلاف  د تور زړو  تکفیری ترهه ګرو حمله  په کلکه غندي او د شهیدانو  کورنیو او د افغانستان ملت ته  دزړه له کومې تسلیّت  وائي او له خداي تعالی د ټپیانو د زر ښه کیدا  او دزغم  دعا کوي . په دغې اعلامی کې دغه راز راغلي دي ، داسلامي امت درز رامینځةکونکو دسیسه ګرو  دفتونو په نسبت یو ځل بیا خبرداری ورکوو  او  دشیعه او سني  وروڼو د وحدت او یوزړتوب پر ضرورت او  داسلام په نامې سره  د افراط پالنې او  تاؤتریخوالي نفي  باندې  ټینګار کوو .  ان شا ا...  اسلامی ایران ډاډمن دی چې  په افغانستان کې به  درست مسلمان خویندې وروڼه  په یوزړتوب  او همفکرۍ او پیوستون سره   دخپلو دښمنانو درز  رامینځةکونکي دسیسې   ناکامې کړي .

 داپه داسې حال کې دي چې د ملګروملتو د سرمنشي ویندوي  سټیفن دوجاریک هم  په خبري کنفرانس کې د کندهار غمیزه په کلکه غندلې  او  وئيلي ئې دي ، چې  دا غمیزه ښئ ،  په افغانستان کې  ترهه ګري دوام لري   او دغه شان غیر انساني جنایتونه  د افغان ولس  د نهیلی کولو لپاره دي .

 له دې سره په یووخت   په درستې نړۍ کې ددغه غیر انساني جنایت غندل دوام لري ،  د لبنان  حزب ا....  غورځنګ ، د عراق مبارزو ډلو او دغه راز د فلسطین د مبارزو ډلو مشرانو  ددغه بوږنونکي جنایت په محکومولو سره وئیلي دي ،د امریکا روزل شوو او پالل شوو  لیوانو په لاس یو ځل بیا د خداي کور په نښه شوی او  لمونځ ګزار ئې دخداي په کور کې په وینو کې لمبولي دي   او دغو  پالل شوو لیوانو  د افغانستان له ولسه د امریکائي جنایتکارې شیطاني د ناکامۍ  غچ  دخداي په کور کې د سربسجود  مظلومو خلکو په نښه کولو سره اخلي .  خوبلاخره به هم   ناکام وي او د افغانستان ولس به پخپل یووالی او  اتحاد سره دغه دسیسې د تل په شان شنډې کړي .

 وروستي راپورونه ښئ چې  د امریکا  پالل شوو  او روزل شوو داعشي تکفیریانو ددغه غیر انساني جنایت پړه په غاړه اخستې ده . داپه داسې حال کې دي چې  د طالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد پرون هم  وئیلي وو ، چې داعش ډله  اوس   د افغانستان لپاره کومه جدي خطره نه ده .  په عین حال کې هغه وئیلي دي ، ددغه جنایت  عاملان به له سزا بچ پاتې نشي او خپل انجام ته به ورسیږي .

 راپورونه ښئ چې  دکندهار په فاطمیه جومات کې  په دغې پرونیو  دوو  ځان مرګو حملو کې  دشهیدانو شمیر دوه شپیتو تنو ته رسیدلی او دغه راز څه دپاسه نوي کسان ټپیان شوي هم دي .

 

ټیګونه