Oct 16, 2021 06:28 Asia/Kabul
  • د آذربایجان جمهوریت دې دنورو په لاسونوکې لوبتکه نه جوړیږي

په هغه هیواد تور لګول چې  نړیوالې ټولنه ئې  د نشه ایزو موادو  د مبارزې داتل په توګه  پیژني ، د  مجری د کلام له بې اعتباره کیدا پرته بل هیڅ  ډول اغیزې نه لري .  او دغه شان کسان دې د شیطانانو د ډيرو لګښتي لومو په باب ځير ووسي .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،  دایران د ملی امنیت  دلوړې شورا منشي علی شمخاني په یوه ټولنیز پیغام کې  د آذربایجان جمهوریت د ولسمشر د ایراني ضد  او غیر واقعي څرګندونو په نسبت په خبرداری ورکولو سره  لیکلي دي ، دشیطانانو په ډيرې لګښتي لومو کې دې له ښکیلیدا پام وکړي.

علی شمخاني  دغه راز پخپل پیغام کې لیکلی دي ،   د ګاونډیتوب اصولو او لوازماتو ته بې پامي  او ناکاره او  دروغجنو خبرو کول د ښه  نیّت او تدبیر نښه نه ده .

  هغه زیاته کړې وپر په هغه هیواد تور لګول چې  نړیوالې ټولنه ئې  د نشه ایزو موادو  د مبارزې داتل په توګه  پیژني ، د  مجری د کلام له بې اعتباره کیدا پرته بل هیڅ  ډول اغیزې نه لري .  او دغه شان کسان دې د شیطانانو د ډيرو لګښتي لومو په باب ځير ووسي .

 دآذربایجان جمهوریت ولسمشر  د ګډو ګټو  خپلواکه هیوادونو  دمشرانو په ویډیوئي ناستې کې  په غیر واقعي څرګندونو  کې مدعی شوی ،  ارمنستان  له ایران سره  په یوه خوله کیدا کې  په تیرو دیرشو کلونو کې اروپا ته  دنشه ایزوموادو په قاچاق کې  ګډون کړی دی .

 

ټیګونه