Oct 17, 2021 05:36 Asia/Kabul
  • له ایټمي موافقې د امریکې له وتلو وروسته اروپا هیڅ اقدام ونه کړ

د ایران د اسلامي جمهوریت او آسټریا ترمینځ د سیاسي خبرواترو پنځم پړاؤ پرون د ایران د خارجه وزیر د سیاسي مرستیال علي باقري او په تهران کښې د آسټریا د خارجه وزارت د عمومي منشي پيټر لاونسکي په مشرۍ ترسره شو.

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال پرون د ایران او آسټریا د سیاسي خبرواترو په پنځم پړاؤ کښې په خپلو ژمنو باندې د ایران پابندۍ ته په اشارې سره څرګنده کړه: اروپا له ایټمي موافقې د امریکې له وتلو وروسته که څه هم له موافقې ونه وتله خو د خپو ژمنو په چوکاټ کښې یې کوم اغیزناک او عملي اقدام نه دی کړی.

د ایران د اسلامي جمهوریت او آسټریا ترمینځ د سیاسي خبرواترو پنځم پړاؤ پرون د ایران د خارجه وزیر د سیاسي مرستیال علي باقري او په تهران کښې د آسټریا د خارجه وزارت د عمومي منشي پيټر لاونسکي په مشرۍ ترسره شو.

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال په دغې غونډې کښې د ایران او آسټریا د اړیکو اوږدې مخینې ته په پام سره هغه د دواړو هیوادونو د اړیکو لپاره یوه ارزښتناکه پانګه وبلله.

باقري د سیمې په مسائلو پورې په اړونده برخه کښې په یمن او افغانستان کښې د وروستیو بدلونونو او هم داشان یې د ستونزو په کمولو کښې د مرستې لپاره د ایران هلوځلو ته په اشارې سره وویل: د یمن خلک له تیرو پنځو کالو راهیسې له سختو پوځي حملو سره مخامخ دي او له انساني اړخه تمه کیږي چې د روانو غمیزو د مخنیوي لپاره اروپايي هیوادونه جدي اقدام وکړي.

په دغې کتنې کښې د آسټریا د خارجه وزارت عمومي منشي پيټر لاونسکي هم د ایران او آسټریا د اړیکو په لرغونوالي باندې په ټینګار سره څرګنده کړه چې متقابل احترام او درک، د دواړو هیوادونو د خلکو په نزد د ملګرتیا لپاره هوډ او اراده کلکه کړې ده.

هغه د افغانستان په هکله هم د ایران په اندیښنو باندې د خپل هیواد په پوهیدو باندې په ټینګار سره، له افغانستاني پناه غوښتونکو څخه د ایران د کوربه توب قدرونه وکړه.

د آسټریا د خارجه وزارت عمومي منشي د یمن په هکله هم ټینګار وکړ: هڅه کوو چې د انساني مرستو په لیږلو سره تر خپله وسه د یمن د خلکو کړاؤنه کم کړو.

 

ټیګونه