Oct 17, 2021 15:24 Asia/Kabul
  • ګډه سمندري پوځي مانوره د اسلامي ایران او د پاکستان د ملګرتیاو نوی باب :-

پاکستان ته د ایران د پوځ د لوی درستیز جنرال محمد باقري سفر د دفاعي ، امنیتي او د پوځي اړیکو د پیاوړتیا په زمینه کښې په نویو موافقو سره پاې ته ورسید .

محمد باقري په دغه څلور(۴) ورځني رسمي سفر کښې د پاکستان له لوړرتبه پوځي او سیاسي چارواکو سره  ترسره شویو موافقو او سلامشورو ته په اشارې سره وویل په دغه سفر کښې له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د استخباراتي ملګرتیاو د زیاتولو په زمینه کښې په موافقې سربیره د دواړو هیوادونو  په سمندرونو کښې د ګډو سمندري مانورو د  ترسره کولو په هکله هم مواقه وشوه .

د ایران د پوځ لوی درستیز محمد باقري دغه راز د چین د روسیې او د ایران په ګډې پوځي مانورې کښې چې له تیرو دوو (۲) کلونو راهسې پیل شوي ده د پاکستان د کشتیو د ګډون کولو خبر ورکړ .

هغه پاکستان ته د خپل سفر د نتیجو د اهمیت په بیانولو سره وویل د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي له نظره په اسلامي نړۍ او دغه راز د اوږدو سرحدونو له پلوه پاکستان د ایران د اسلامي جمهوریت په نظر کښې ځانګړی اهمیت لري .

په اوسنیو حساسو شرایطو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان  د پوځي اړیکو پیاوړي کول یو(۱) ضرورت دی چې له سټراټيژیک اهمیت څخه برخورې  دي .

دغه ضرورت ته په پام سره په تیرو کلونو کښې  پاکستان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک د چارواکو او متقابلا ایران ته د پاکستان د سمندري ځواک د مقاماتو سفرونه زیات شوي دي  چې د دواړو هیوادونو  د اړیکو د پراختیا او د سیمې د ثبات د ساتلو لپاره د دوو(۲) مهمو سمندري ځواکونو د ګډون او د پیوستون ښودنه کوي .

دغه ملګرتیا د سمندري اړیکو د پراختیا په هدف سره د هندوستان د چین او د روسیې په شمول له هیوادونو سره پیاوړي شوي ده .

د دغو سفرونو ترسره کیدل د سمندري تجارت  او د کشتیو د تګ راتګ د امنیت په  تامینولو کښې د دوه اړخیزه تعاملاتو په زیاتولو کښې مثبت اغیز لري .

په پاکستان کښې د ایران سفیر سید محمد حسیني ویلي دي  اسلام اباد په ایران کښې له بندرعباس بندر سره د پاکستان د ګوادر بندر د ګنډلو او اتصال پلان مطرح کړی دی او دې ته ورته پلان له عمان ، متحده عربي اماراتو او عراق سره هم اجرا کیږي .

د پاکستان د سمندر د چارو وزارت د اعلان پراساس د کراچۍ او د ګوادر له بندرونو څخه د ایران بندرونو ته د کشتیو تګ راتګ پیلیږي .

همدا اوس د شانګهايي په ملګرتیا موسسې کښې د ایران په غړیتوب سره له پاکستان او د شانګهايي د ملګرتیا موسسې له نورو غړیو هیوادونو سره د ایران اړیکو ډول ډول زمینې رامینځته کړي دي .

د شانګهايي  په ملګرتیا موسسې کښې د ایران د دائمي غړیتوب په څنګ کښې د دوو(۲) سترو قدرتونو چین او روسیې په ګډون سره د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د جغرافیې پراخوالی له یوې خوا د ځمکې له لارې د پیوستون سبب شوی او له بلې خوا  د  ټولو غړیو هیوادونو لپاره یې  د فارس خلیج ګرمو اوبو ته لاسری هم برابر کړی دی .

په دغه ډګر کښې موجود فرصتونه د سیمې د هیوادونو په ګډون سره د امنیت ملاتړ او د هغه  پیاوړي کولو ضرورت دی .

د ایران د اسلامي جمهوریت سټراټيژیک سمندري ځواک په سیمه ییزو او نړیوالو اوبو کښې په خپل قدرتمن شتون سره د تجارتي او د تیلو د کشتیو د تجارت لپاره د پایداره امنیت د ساتلو په زمینه کښې خپل وس ثابت کړی دی .

د ایران د  سمندري ځواک جنګي او استخباراتي کشتۍ څه موده مخکې د هندوستان ، د جنوبي اطلس او د شمالي اطلس دریو (۳) اوقیانوسیو ته په میړنتوب سره سفرونه وکړل او بیرته راستنه شوه .

له سیمه ییز نظره د سمندري امنیت په هکله د ایران سیاست د ډله ییز امنیت د نظریې پراساس ولاړ دی .

دغه سټراټيژۍ په دوو (۲) اړخونو سره  د اهمیت وړ بللی شو .

لومړۍ (۱) اړخ یې له ګډو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د سیمې د هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا په پیاوړتیا د هغه اغیز دی .

په دغه سټراټیژۍ کښې د اهمیت دوهم (۲) اړخ په سیمه کښې د پوځي لاسوهنې لپاره له پردیو هیوادونو د پلمې اخیستل او د څو اړخیز پالنې پیاوړي کول دي .

د یوه(۱) بل په څنګ کښې دغه دوې (۲) سټراتيژۍ کولای شي د ډله ییزو  ګټو په هکله د ګډ فهم پراساس او د امنه سیمې د رامینځته کیدا سبب شي .

د سمندري ملګرتیاو په زمینه کښې د ایران او د پاکستان موافقه او د ګډو پوځي مانورو ترسره کیدل له همدې زاویې اهمیت لري .

 

ټیګونه