Oct 18, 2021 12:33 Asia/Kabul
  • د بندیزونو ختمول د اټومي خبرو اترو د پیلیدا لپاره لومړی ګام دی

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون ویاند محمود عباس زاده مشکیني د ایران پرضد د بایکاټونو لغو کیدل او د اروپا او د امریکا لخوا د اټومي ژمنو اجرا کول د اټومي خبرو اترو د پیلیدا لپاره لومړی ګام وباله .

محمود عباس زاده مشکیني  نن له لویدیځو هیوادونو سره د ایران د اټومي خبرو اترو د پیلیدا په هکله اټومي موافقې ته د تهران د بیرته ستنیدا په هکله خبریالانو ته وویل اټومي موافقې ته  باید هغه هیوادونه ورستانه شي چې ترې وتلي دي یا یې په خپلو ژمونو عمل نه دی کړی .

د ایران د اسلامي شورا د خارجي سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون ویاند محمود عباس زاده مشکیني وویل په نویو شرایطو کښې دا ایران اسلامي جمهوریت دی چې باید د مقابل لوري لپاره شرط وټاکي .

البته که چیرې اروپا د ایران او د څلور جمع یوې ډلې ترمینځ د مینځګړیتوب اراده لري باید نو فرضیه یې دا وي چې د اټومي خبرو اترو د بندون ټول مسولیت د امریکا او د دریو (۳) اروپايي هیوادونو انګلستان ، فرانسې او د جرمني پرغاړه دی .

هغه وویل ښکاره خبره ده چې د بایکاټونو لغو کولاو د امریکا او د اروپا لخوا د اټومي ژمنو اجرا کول د خبرو اترو د پیلیدا لپاره لومړی ګام دی .

 

ټیګونه