Oct 19, 2021 07:42 Asia/Kabul
  • امیر عبداللهیان او ګوتریش د برجام او افغانستان په هکله خبرې وکړې

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش بیګا د ایټمي موافقې او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش بیګا د ایټمي موافقې او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغو ټیلیفوني خبرو کښې په وروستیو ورځو کښې په افغانستان کښې د داعش ترهګرو اقداماتو ته په اشارې سره د دغه هیواد له حالاتو اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل: د افغانستاني کډوالو د دوباره حرکت ترڅنګ ترهګرو تحرکاتو او د لمونځ ګزارو په نښه کیدو په دې لړ کښې د ملګرو ملتو او د هغه د سرمنشي مسئولیت لازیات کړی دی.

هغه په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره په مقابلې او مخنیوي کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

انتونیو ګوتریش هم په دغو ټیلیفوني خبرو کښې وویل چې ملګري ملتونه افغانستان ته د خپلو انساني مرستو د لیږلو د دوام ترڅنګ، په دغه هیواد کښې د یو داسې پراخ بنسټه حکومت په جوړیدو ټینګار لري چې د افغانستان ټول قومونه او اقلیتونه په کښې شامل وي.

د اسلامي ایران خارجه وزیر په دغه ټیلیفوني تماس کښې ایټمي مذاکراتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: د اروپايي اتحادیې د بهرني اقدام سروس له مرستیال مشرې انریکه مورا سره د ایران د خارجه وزارت د سیاسي مرستیال وروستي مذاکرات مثبت وو.

امیر عبداللهیان په دغو خبرواترو کښې ګوتریش ته، ایران ته د سفر کولو بلنه هم ورکړه.

انتونیو ګوتریش بیا د ایټمي مذاکراتو کامیابۍ ته د هیلې په ښودلوسرهوویل: ملګرو ملتو تل د ایټمي موافقې ملاتړ کړی دی او ورڅخه د ټرمپ له وتلو وروسته یې له دغې موافقې د امریکې د وتلو نه د مخکښې وخت حالت ته د هغې د ستنولو لپاره د یوې لارې په تکل کښې پاتې شوي دي.

 

ټیګونه