Oct 19, 2021 16:34 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د اسلامي تعاون د تنظيم په لا فعاله کردار د ايران تاکيد

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان د اسلامي تعاون د تنظيم له مشر يوسف العثيمن سره په ټيلفوني خبرو اترو کښې په قندوز او قندهار کښې په دوو جوماتونو کښې په نمونځګزارو په وحشيانه حملو کښې د داعش ترهه ګرې ډلې وروستيو ترهه ګريیزو او جنايتکارانه اقداماتو ته په اشارې سره د اسلامي تعاون د تنظيم د مشر او غړيو لخوا د دغو غېر انساني اقداماتو د غندنې غوښتنه وکړه.

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان د اسلامي تعاون د تنظيم له مشر يوسف العثيمن سره په ټيلفوني خبرو اترو کښې په قندوز او قندهار کښې په دوو جوماتونو کښې په نمونځګزارو په وحشيانه حملو کښې د داعش ترهه ګرې ډلې وروستيو ترهه ګريیزو او جنايتکارانه اقداماتو ته په اشارې سره د اسلامي تعاون د تنظيم د مشر او غړيو لخوا د دغو غېر انساني اقداماتو د غندنې غوښتنه  وکړه.

افغان ولس له دوو لسيزو راهسې د امريکې د جنګ جوړؤنکو سياستونو قرباني شول او اوس هم د داعش ترهه ګرې ډلې د جنايتونو په نښه دي چې د امريکې په ملاتړ سره يې په افغانستان کښې نفوذ کړے دے.

داعش تکفيري ډلې په وروستيو څو مياشتو کښې د سني او شيعه مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې رامنځته کولو په هدف سره د شيعه ؤ جوماتونه په نښه کړي دي.

د قندهار د شيعه ؤ په ترټولو لوے فاطميه نومې جومات کښې د ترهه ګريزې حملې له کبله په لسګونو شهيدان او نور په لسګونو ژوبل شول.

داعس ترهه ګرې ډلې د دغې حملې ذمه واري په غاړه واخېسته.

دا څويمه ترهه ګريزه حمله ده چې په افغانستان کښې رامنځته شوه. وړمبنۍچاودنه د کابل له هوائي ډګر سره نزدې په افغانستان باندې د طالبانو د تسلط په دويمه هفته کښې رامنځته شوه. په دغه حمله کښې هم چې  ذمه واري همد داعش خراسان څانګې په غاړه واخېست د ماشومانو او ښځو په شمول تقريباً دوه سوه تنه قرباني شول.څو هفتې مخکې هم په کابل کښې د عيدګاه له جومات سره نزدې يو چاودنه اوشوه چې په هغې کښې لږ تر لږه اته تنه ووژل شول او شل نور هم ژوبل شول. د قندهار په جومات کښې ترهه ګريز اقدامات په داسې حال کښې ترسره شول چې له دې مخکې د قندوز ولايت په سيد آباد کښې د شيعه ؤ په جومات کښې چاودنه کښې له درې سووزيات کسان قرباني شول او د هغې حملې ذمه واري هم داعش په غاړه اخېستې وه.  

د ايران اسلامي جمهوريت دغه جنايتونه غندلي او د دغو ترهه ګريزو پېښو په دوام يې اندېښنه څرګنده کړې ده.

البته په افغانستان کښې د داعش ترهه ګريزو او جنايتکارانه اقداماتو له دوام سره په مقابله کښې د طالبانو د موقته حکومت ناکامي يو بنيادي مشکل دے چې پکار دے په اړه يې  جدي فېصله اوشي.

يوه بله مهمه مسئله د اسلامي نړۍ او د اسلامي تعاون د تنظيم د غړيو هېوادوو ذمه وارۍ دي.

اسلامي هېوادونه د خپلو زياتو ظرفيتونو او استطاعتونو باوجود له ترهه ګرۍ او داعش سره د مقابلې په زمينه کښې يو موثر اقدام نه دے ترسره کړے.

له ۲۰۰۱ کال څخه چې په افغانستان باندې امريکې قبضه وکړه تر تېرو څو مياشتو پورې چې واشنګټن له دغه هېواد څخه په غېر ذمه ورانه توګه ووتۀ افغان ولس تل تل د سپينې ماڼۍ او نېټو د شتون او ماجره لټونې قرباني وو.  دغه ټول کلونه د بشري حقوقو د ادارو او تنظيمونو لخوا په خاموشۍ او بې عملۍ سره تېر شول. د اسلامي تعاون تنظیم هم چې پکار دے د مسلمانوملتونو د حقوقو تکيه ګاه اومدافع وي په عمل کښې په خپلو ذمه واريو کښې زياتې کوتاهۍ  کړې دي.

په اوس حال کښې دافغانستان د خلقو حالت زيات اندېښمنؤنکے دے او د ټولو سياسي، قومي او مذهبي قبيلو او ډلو لپاره د امنيت ټېنګېدو ته ضرورت سخت محسوسيږي. بې له شکه چې له ترهه ګرو عناصرو سره په مقابله کښې د ناتوانۍ د دوام او  د سختو امنيتي تدابيرو د نه غوره کولو په صورت کښې د افغانستان بحران به يوې جدي مرحلې ته داخل شي.

د ايران اسلامي جمهوريت په دغه مشکل موقعيت کښې ځان د افغان ولس ترڅنګه بولي او د افغان ملت لپاره د پائېداره ثبات او امنيت د رمنځته کېدو لپاره هراړخيزه مرستو او ملګرتيا ته چمتو دے.

د ملګرو ملتو او د اسلامي تعاون تنظيم له مشرانو سره د ايران د خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان تماسونه د افغانستان په اړه د اسلامي تنظيمونو او هېوادونو له فعاله رول څخه په ملاتړ باندې تاکيد په سيمه ايزه او نړيواله سطح کښې د دغه موضوع د اهميت ښودنه کوي.

-----

 

ټیګونه