Oct 21, 2021 15:01 Asia/Kabul
  • جنرال باقری د روسیې له سالیانکا بندر کتنه وکړه

جنرال باقری د روسیې له لوړ رتبه دفاعی چارواکو سره له خبرو اترو او سلاومشورو وروسته د روسیې سالیانکا بندر ته ولاړ او د کیسپین سمندرګی له لارې د شیانو د صادراتو او وارداتو له بهیر سره بلد شو .

زمونږ خبریال راپور راکوی د اسلامی ایران د وسله وال ځواک لوی درستیز جنرال باقری نن د روسیې د سالیانکا بندر له امکاناتو او بیخ بینایو کتنه وکړه .

جنرال باقری د روسیې له لوړ رتبه دفاعی چارواکو سره له خبرو اترو او سلاومشورو وروسته د روسیې سالیانکا بندر ته ولاړ او د کیسپین سمندرګی له لارې د شیانو د صادراتو او وارداتو له بهیر سره بلد شو .

د ایران اسلامی جمهوریت د سالیانکا بندر د ۵۳ فیصده مالکیت لری او ټاکل شوی ده له دې وروسته دغه سټراټیجیک بندر د ایران او روسیې ترمینځ له سمندری لارې په تجارتی او سوداګری راکړو ورکړو کې فعال رول ولوبوی .

 

 

ټیګونه