Oct 21, 2021 18:26 Asia/Kabul
  • خبري رپورټ / د قندهار په جامع جومات د ترهه ګرې حملې د ژوبلو کسانو تهران ته منتقلول

يو شمېر هغه شيعه کسان چې د قندهار ولايت په فاطميه جامع جومات باندې د داعش ترهه ګريزې ډلې په حمله کښې سخت ژوبل شوي وو په تهران کښې بقيت ا... (ع) نومې روغتون کښې داخل کړې شول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه شمېر نمونځګزاري په افغانستان کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت او د طالبانو د حکومت د چارواکو په غږملتيا سره د علاج معالجې لپاره په تهران کښې بقيت ا... (ع) نومې روغتون ته منتقل کړې شول.

د دغه روغتون د اورژانس د برخي ډاکټر پيراستار زمونږ له خبريال سره په مرکه کښې د دې په بيانولو سره چې روغتون له رارسېدو سره سم د زخميان په علاج لاس پورې کړې شو، وويل: د ژوبلو کسانو عمومي حالت ښۀ شوې او له هغوي څخه يوازې د دوو تنو حالت سخت دے او د خاصو مراقبتونو په وارډ کښې پراتۀ دي.

د ژوبلو کسانو په حالت د غور لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت استازي ښاغلي حسېني ههم چې د ژوبلو د بيمار پوښتنې لپاره دغه روغتون ته وراغلے ؤ زمونږ خبريال ته وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د دغې پېښې د شهيدانو او زخميانو له کورنيو سره د مرستې لپاره په دوو الوتکو کښې بشردوستانه مرستې او ورسره يو طبي ټيم قندهار ته ولېږل چې په قندهار ولايت کښې د ژوبلو کسانو له معالجې سره مرسته اوشي او له هغوي څخه د يو شمېر کسانو د منتقلولو کار اسان شي.

هغه زياته کړه چې د قندهار د پېښې له ژوبلو څخه فعلاً شپږويشت کسان تهران ته په الوتکې سره منتقل کړې شوي دي او او د تهران په يو ډېر پرمختللي روغتون کښې د علاج معالجې لپاره راوړلې شوي دي.

د ايران استازي واضحه کړه چې يو شمېر نور ژوبل کسان هم د زمکې د پوله ايزې لارې په زاهدان او مشهد ښارونو کښې د علاج مراکزو ته منتقل کړې شي.

حسېني وويل چې د ايران د اسلامي جمهوريت په روغتونونوکښې د دغو زخميانو علاج معالجه په وېړيا توګه کيږي او د دغې ترهه ګرې حملې د شهيدانو او ژوبلو له کورنيو سره هم بشردوستانه مرستې ترسره شوې او کيږي.

Image Caption

 

په افغانستان کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفير مرستيال هم د ژوبلو کسانو د ليدو کتو په وخت زمونږ له خبريال سره په مرکه په افغانستان کښې د داعش ترهه ګرې ډلې د حملو زياتوالو ته په اشارې وويل، له بده مرغه له افغانستانه د نيواکګرو ځواکونو د وتلو باوجود نړيوال استعمارګران له ترهه ګرو ډلو سره په ساز باز سره په دغه هېواد کښې د ناامنۍ او تفرقې رامنځته کولو په لټه کښې دي.

هغه په دې خبرې سره چې د داعش حملې د طالبانو د حکومت د کمزورې کولو، د امنیت د خرابولو او د دغه هیواد د خلکو ترمینځ د نفاق رامینځته کولو په لړ کښې کیږي، څرګنده کړه: د افغانستان مسلمان ولس د امریکې له دسیسو سره په مقابله کښې بې مثاله اتحاد او یوزړه توب نندارې ته وړاندې کړی دی او ښودلې یې ده چې د افغانستان د خلکو ترمینځ مذهبي تفرقه هیڅ موقعیت نه لري.

Image Caption

 

د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیال سفیر وویل: امریکا په افغانستان کښې له تکفیري بهیرونو په ملاتړ سره هڅه کوي د دغه هیواد نوی تنکې حکومت له چیلنج سره مخامخ کړي او د اهل تشیع او اهل تسنن وروڼو ترمینځ چې تل یې د یو بل ترځنګ صلحه ایز ګډ ژوند تیر کړی دی، مذهبي تفرقه او نښته رامینځته کړي.

هغه په دې بیان سره چې داعش ترهګره ډله د ټولو مسلمانانو ګډه دښمنه ده، څرګنده کړه: داعش په کابل کښې هم زمونږ اهل سنت وروڼه په نښه کړي دي چې د ایران اسلامي جمهوریت د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ د ترهګرو پیښو له ټولو قربانیانو سره که هغه شیعه وي او که سني، مرسته کړې ده.

په افغانستان کښې د ایران د سفیر مرستیال څرګنده کړه: له نیکه مرغه زمونږ د دوست او ورور هیواد اهل تشیع او اهل تسنن مسئولان د دې مسئلې د مدیریت ضرورت ته متوجه شوي دي.

د قندهار ترهګرې پیښې د زخمیانو چارو ته د رسیدګۍ په چارو کښې د افغانستان د حکومت استازي عطاجان عزیزي هم زمونږ خبریال ته په مرکه کښې څرګنده کړه چې د قندهار په جامع جومات کښې له ترهګرې چاودنې وروسته د قندهار ښار ټولو روغتونونو د زخمیانو مرسته وکړه او اهل تسنن وروڼو هم د زخمیانو د مرستې او وینې ورکولو لپاره روغتونونو ته مخه کړه.

هغه څرګنده کړه چې په افغانستان کښې د نوي حکومت له جوړیدو راهیسې د داعش له خوا ۹ ترهګرې حملې شوې دي چې دوه یې په شیعه مسلمانانو او نورې په سني مسلمانانو شوې دي.

Image Caption

 

په فاطمیه جومات باندې د ترهګرې حملې یو زخمي زمونږ خبریال ته په مرکه کښې، د اسلامي ایران د مسئولانو له مرستې او ملګرتیا څخه د قدرونې په ترڅ کښې هیله وښودله چې نور هیوادونه هم د ایران او افغانستان د ورورولیزو اړیکو په سرمشق ګرځولو سره له دغه هیواد سره د ملګرتیا په لړ کښې ګام پورته کړي.

د ویلو ده چې تیره جمعه د قندهار ښار (د فاطمیه امام بارګاه) په نوم د شیعیانو په جامع جومات کښې لږترلږه د دوو چاودنو په کیدو سره لس ګونه کسان شهیدان او ژوبل شول. داعش ترهګرې ډلې د دغې حملې پړه منلې ده.

له دې مخکښې په قندوز ولایت کښې هم د شیعیانو په جومات باندې د ترهګرې حملې زخمیان د درملنې لپاره ایران ته منتقل کړې شوي وو.

 

 

ټیګونه