Oct 22, 2021 12:41 Asia/Kabul
  • امریکا په سیمه او افغانستان کې د کړکیچ د رامینځته کولو هڅه کوي

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل امریکا په سیمه په تیره بیا افغانستان کښې د ځايي کړکیچ د رامینځته کولو هڅه کوي .

حسن کاظمي قمي وویل افغانستان پیچلي او کړکیچن شرایط لري او د امریکا شل (۲۰) کلنې نیواکګرۍ د افغانستان د مظلوم ملت لپاره له وژلې ، تیري او ورانۍ پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .

هغه زیاته کړه په داسې شرایطو کښې د افغانستان د مظلومو خلکو د وژلې او د ترهګرو اقداماتو د بل اړخ د له سره پیلیدا کتونکي یوو چې په سیمه کښې د امریکا د سټراټيژۍ په دوام کښې د تفسیر وړ دي .

د ایران دغه نامتو ډیپلوماټ وویل له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو تښتیدل د دغه هیواد امنیتي اړخ ته د داعش په ورتلو سره سم ترسره شول او همدا اوس وینو دوباره د ترهګرو اقداماتو نوی اړخ رامینځته شو او مفهوم یې دا دی چې د نیواکګرۍ له ماتي وروسته امریکا د افغانستان د  مظلومو خلکو پرضد د نورو  په استازي توب جنګ پلان کړ .

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي زیاته کړه افغانستان د امریکا لپاره اوس هم اهمیت لري ځکه چې داسې تصور کوي  د ترهګرو ډلو په وسیله د ایران د چین او د روسیې په شان د هیوادونو لپاره کولای  شي امنیتي مزاحمتونه  او ستونزې او مشکلات رامینځته کړي .

هغه ټینګار وکړ له دې کبله د ایران لپاره مهمه ده چې په افغانستان کښې ثبات او امنیت ټینګ شي او امریکا غواړي بې ثباتۍ او امنیتي ګډوډۍ د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته خپرې شي او ایران به هم له دې قاعدې مثتثنی نه وي .

 

ټیګونه