Oct 22, 2021 14:06 Asia/Kabul
  • د تهران د جمعې لمانځه سترې دستورې نن ترسره شوې

ایرنا خبري اژانس وايي د کورونا ویروس د خپریدا په علت د ایران په ډیرو ولایتونو او پلازمینې تهران کښې د جمعې لمانځه په ترسره کیدا کښې له شل (۲۰)میاشتې ځنډ وروسته نن دغه عبادي مراسم د تهران د خلکو د بیلا بیلو پرګنو په ګډون سره ترسره شول .

د کورونا ویروس د خپریدا په دلیل د تهران د جمعې لمانځه مراسم د دیارلس سوه اته نویم (۱۳۹۸) هجري لمریز کال د کب د میاشتې له لومړیو(۱) څخه تراوسه ځنډول شوي وو  خو په ټول ایران کښې د کورونا واکسین  په وهل کیدا  او د کورونا د ملي کمیټۍ له موافقت وروسته نن په تهران کښې د جمعې لمونځ په تهران پوهنتون کښې د حجت الاسلام و المسلمین حاج محمد جواد علي اکبري په امامت ترسره شو .

محمد جواد علي اکبر په دې خبرې سره چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ص د اسلامي امت د جوړولو لپاره درې (۳)اساسي سټراتيژۍ په نظر کښې لرلې وویل د هغه حضرت(محمد ص ) لومړۍ سټراټيژۍ دا ده  چې اسلامي امت باید د کفر د بهیر په مقابل کښې د قوت ، د عزت او د شدت په کړچار سره معلوم سرحد ولري چې د کفر د بهیر له یرغل څخه د مسلمانانو هویت وساتل شي .

د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص دوهمه (۲) سټراټيژۍ له یوبل سره  د اسلامي امت په ارتباط کښې د امت داخلي محبت ، وحدت او عاطفه ده او دریمه (۳) سټراتيژۍ هم دا ده چې اسلامي ټولنه او د هغه صفونه ، د وحدت او قوت بیلګه باید د الهي ذکر او په ډله ییز ډول د حق د بندګۍ په مدار او د خدای په یاد باندې وي .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام و المسلمین محمد جواد حاجي علي اکبري جوته کړه د اسلامي امت ترمینځ د وحدت مسله یوه (۱) سطحي مسله ، یوه(۱) ردوه او یو(۱) تاکتیک نه دی بلکې یوه (۱) سټراتيژۍ ، بنسټ او بنیاد دی .

په اسلامي امت کښې ترتولو مهمه مسله د زړونو ، د تفکرونو او د هغو د ژوند د صفونو اتحاد دی چې هغه په یوې(۱) کلمې کښې اخوت بلل کیږي .

هغه وویل خدای پاک ج د مومنانو ترمینځ دغه ارتباط ټینګ کړی او له هغوې غواړي چې دغه ارتباط په زغم ، محبت او دوستۍ سره وساتي او حفاظت یې وکړي .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړه داخلي مشکالت باید په خپله د اسلامي امت په لاس  په داخلي ډول  حل شي .

د اسلامي امت د ننه او د پیغمبر اکرم حضرت محمد د شخصیت په هکله بیلابیلې لیدتوګي او سلیقې باید په داخلي ډول حل شي .

Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه