Oct 24, 2021 11:45 Asia/Kabul
  • د اسلامي وحدت نړيوال کانفرنس مېلمانۀ له معظم رهبر سره د کتنې په حال کښې دي

د پېغمبراکرم (ص) او د امام جعفر صادق (ع) له نېکمرغه ميلاد سره په يو وخت د نظام يو شمېر چارواکي او د اسلامي وحدت په پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس کښې شرکت کؤنکو مېلمنو نن د ايتوار په ورځ د ربيع الاول يا وړومبۍ خور د مياشتې په اولسمه نېټه د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي سره کتنه وکړه دغه مراسم شروع شوي دي.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د آثارو د ساتونکي او نشرؤنکي دفتر د اطلاع رسونې د څانګې د رپوټ له مخې دغه ليدل کتل له کورونا سره د مقابلې د کمېټۍ د ضوابطو او اصولو مطابق او د روغتيائي دستورالعملونو په خيال ساتنې سره په امام خمېني (رح) نومې امامبارګاه کښې کيږي د کتنې دغه مراسم دوام لري چې تفصيلات به يې وروسته خپاره شي.

د اسلامي وحدت دغه نړيوال کانفرنس د تېرې نهې په ورځ په اسلامي نړۍ کښې د اسلامي اتحاد، صلحې او له تفرقې او تنازعې نه د ډډې کولو په شعار سره په تهران کښې شروع شوے ؤ او تر پينځو ورځو پورې يې دوام ولرۀ په دغه غونډه کښې چې په حضوري او آنلائن دواړه توګه اوشوه د نړۍله دوه پنځوس هېوادونو څخه په سلګونو عالمان،پوهانو او دانشورانو ګډون وکړ.

 

ټیګونه