Oct 24, 2021 12:20 Asia/Kabul
  • قاليباف د اسلامي پارلېمانونو مشرانو ته د ميلادالنبي (ص) د جشن مبارکي وويله

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر د اسلامي هېوادړونو د پارلېمانونو مشرانو ته په يوه پېغام کښې د خداے دګران رسول (ص) د ميلاد د جشن مبارکي وويله.

د خانه ملت خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد باقر قاليباف د مبارکۍ په دغه پېغام کښې وويل، هيله ده چې چې د اسلامي تعليماتو په رڼا کښې او له قرآن مجيد او د رسول اکرم (ص) له مبارک سيرت څخه د مرستې په اخېستلو سره د ستر اسلامي امت ترمېنځ د يوزړۀ توب او ورورولۍ د پياوړتيا د مسلمانو هېوادونو ترمېنځ د ورورولۍ د تعلقاتو له مخکې نه د زيات استحکام کتونکي يوو.

نن د ايتوار ورځ د ربيع الاول يا وړومبۍ خور د مياشتې ۱۷ نېټه د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) او د هغه حضرت له پاکو اهلبېتو عليهم السلام څخه د شپږم امام حضرت امام جعفر صادق (ع) د ميلاد کليزه ده چې مونږ هم په دې مناسبت ټولو ته د زړۀ له کومي مبارکي وايوو.

 

ټیګونه