Oct 24, 2021 14:59 Asia/Kabul
  • د وحدت اصلي موضوع فلسطين دے

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د نظام د يو شمېر چارواکو او د اسلامي وحدت په کانفرنس کښې ګډون کؤونکو مېلمنو په کتنه کښې د وحدت اصلي موضوع او سېمبول فلسطين وبلۀ او تاکيد يې وکړ هغه حکومتونه چې له صهيونېسټ رژيم سره يې تعلقات جوړ کړي د هغو تلافي دې وکړي.

د معظم رهبر د دفتر د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) او د امام جعفر صادق (ع) د نېکمرغه ميلاد په موقع د اسلامي انقلاب معظم رهبر دغې غونډې ته په وېنا کښې د اسلامي امت لپاره د بشري ژوند په ټولو اړخونو کښې د اسلام د جامعيت بيانول او ترويجول دوه مهمې دندې وبلل.

حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د نوي اسلامي تمدن د رامنځته کولو د مهم هدف عملي کېدل د سني او شيعه مسلمانانو په اتحاد سره ممکن وبلل او وې فرمايل: د مسلمانانو د اتحاد لپاره اصلي موضوع  د فلسطين قضيه ده او د فلسطينيانود حقوقو د حاصلولو لپاره چې هر څومره په زيات جديت سره کوشش اوشي اسلامي اتحاد مضبوطيږي.

دوي له غاصب صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو جوړولو لپاره د سيمې د ځينو حکومتونو اقدام يوه لويه ګناه او غلطي وبلله او زياته يې کړه: دغه حکومتونه پکار دے د اسلامي وحدت په خلاف له دغه حرکت او لارې راستانۀ شي او د خپلې لوئې غلطۍ تلافي دې وکړي.

حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د مسلمانانو اتحاد او يووالے يو پرېکنده فريضه او قرآني حکم وبلۀ او زياته يې کړه، اسلامي وحدت يوه اصولي چاره ده نه يوه تاکتيکي خاصو حالاتو سره مخصوصه چاره. او دغه ملګرتيا د مسلمانانود مضبوطېدو سبب کيږي چې له غېر اسلامي هېوادونو سره د روابطو لپاره هم ډک لاسونه تعلقاتو ته داخل شي.

دوي د وحدت په مسئله بيا بيا تاکيدونو وجه د مذهبونو ترمېنځ زياتې فاصلې  او د دغو فاصلو د زياتولو لپاره د دښمنانو سختې هلې ځلې وبللې او وې فرمايل: نن د شيعه او سني کلمه د امريکنيانو په سياسي ادبياتو کښې هم داخله شوې ده په داسې حال کښې چې هغوي د اسلام له اصل سره مخالف او دښمنان دي.

معظم رهبر د اسلامي دنيا په هرځاے کښې د فتنې رامنځته کولو لبراه د امريکې او د هغې د لاسپوسو عواملو کوششونو ته په اشارې سره واضحه کړه، د مسلمانانو او نمونځګزارو په خلاف د افغانستان په دوو جوماتونو کښې وروستۍ افسوسناکې او ژړؤنکې چاودنې له هغو پېښو څخه دي چې د داعش ترهه ګرې ډلې په لاسو ترسره شوې او امريکنيانو په ډاګه ويلي وو چې داعش ډله مونږ جوړه کړې ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د وحدت او يووالي په موضوع کلني کانفرنسونه او غونډې کافي ونه بللې او زياته يې کړه په دې اړه پکار دے په دائمي توګه بحثونه، بيانونه، هڅونې، پلانونه او د کار وېش اوشي او د نمونې په توګه د افغانستان په همدغې قضيه کښې له پېښو څخه د مخنيوي لپاره يوه لار ‎په جوماتونو او مرکزونو کښې د دغه هېواد د اوسنيو محترمو او قدرمنو چارواکو شتون او يا په ګډو غونډو کښې ګډون ته د سني وروڼو هڅول دي.

 

ټیګونه