Oct 24, 2021 16:00 Asia/Kabul
  • د اېکو د بېخ بناؤ منصوبو د بشپړه کولو په ضرورت د ايران تاکيد

د ايران خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان نن د اقتصادي ملګرتيا د تتنظيم اېکو د نوي مشر خسرو ناظري په کتنه کښې په اېکو کښې د ټرانسپورټ، سوداګرۍ، مالي او بېنکي برخو کښې د بېخ بناؤ او اوږد مهاله ځينو منصوبو له اجرا څخه په هرکلي سره هيله څرګنده کړه،چې د هغه د مشرۍ په دوره کښې به نيمګړې منصوبې ختمې شي.

خسرو ناظري هم په دغه کتنه کښې په اېکو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په محوري رول باندې په تاکيد سره له دغه مهم سيمه ايز تنظيم څخه د ايران د ملاتړونو د دوام غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې ده د نومبر د مياشتې په وروستيو وختونو کښې د اېکو پينځلسمه سرمشريزه غونډه د ترکمنستان په عشق آباد کښې اوشي.

د غړيو هېوادونود پائېدارې اقتصادي ترقۍ د حالاتو ښه کول، په تدريجې توګه د تجارتي خنډونو ختمول،  د انساني سرچينو، ټرانسپورټ او ارتباطاتو د ودې لپاره ګډ پروګرامونه ځينې هغه اهداف دي چې د اېکو په اساسنامه کښې ټاکل شوي دي.

اېکو سيمه روښانه تجارتي پس منظر او راتلونکے لري او ايران د دغه تنظيم له پينځو غړيو سره ګډې زمکنۍ پولې لري نړيوالو اوبوسره د نورو غړيو د يو ځاے کولو لپاره د سټراټيجک موقعيت په وجه د اېکو په سيمه کښې په مهم پوزيشن کښې دے.

د ايران اسلامي جمهوريت د يو اړخيز پالنې مخالف دے او تل يې د اقتصادي ترقۍ او ثبات او امنيت ساتنې په هدف سره د سيمه ايزو ملګرتيا په ضرورت تاکيد کړے دے. په همدې بنياد ايران د يو عادلانه او له تبعيض نه د پاک اقتصادي نظام د عملي کېدو په خاطر د ملي او کلتوري ارزښتونو د ساتنې، اقتصادي ودې ته د رسېدو او په نړيوالو تعلقاتو کښې د مناسب مقام د حاصلولو لپاره تل  د ملګرو هېوادونو د ډله ايزو کوششونو ملاتړ کړے او کوي يې. او له اېکو او د دغه تنظيم له فعاليتونو څخه ملاتړ هم په همدې چوکاټ کښې شتون لري.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي تاکيد کړے دے چې ديالسم حکومت اقتصادي ډېپلومېسي په جديت سره په اېجنډا کښې لري او له ګاونډيانو سره ملګرتيا او په سيمه ايزه سوداګرۍ کښې د ايران د ونډې زياتول زيات اهميت لري.

البته د اېکو د جغرافيائي خصوصيت او پکښې د غړيو هېوادونو يعنې ايران، پاکستان، افغانستان، ترکيې، آذربائيجان جمهوريت، ترکمنستان، ازبکستان، قرغېزستان، قزاقستان او تاجېکستان د شتن باوجود چې دغه ټول هېوادونه نړۍ يوه جيوپلېټکي سيمه ده د دغه تنظيم بالقوه ظرفيتونه لا عملي شوي نه دي.

په نړيوال تجارت کښې د اېکو د غړيو هېوادونو ونډه اته سوه پينځه څلوېښت ميليارډ ډالره يعنې تقريبا درې فيصده ده. دغه رقم تقريبا پينځه سوه ميلين نفوسو شمېر او په دغه سيمه کښې د تېلو، ګېس او انرجۍ د ذخېرو شتون ته په پام سره نسبتاً کم دے.

اقتصادي او سياسي عوامل او همدارنګ له سيمې د وراخوا هېوادونو مداخلت ځينې هغه عوامل دي چې د اېکو د اهدافو د پوره کېدو خنډونه شوي دي

څرګنده ده چې د اېکو دغړيو وسائل او ظرفيتونه د دغو هېوادونو د اقتصادي ترقۍ لپاره ستره سرمايه رامنځته کړې ده او د اېکو د بېخ بناو اوږدمهاله منصوبو د پوره کولو لپاره د ايران د خارجه وزير تاکيد د دغه تنظيم د غړيو هېوادونو د ملګرتياو په مضبوطېدو سره عملي کېدې شي.

--------

 

ټیګونه