Oct 24, 2021 16:38 Asia/Kabul
  • صهيونېسټ رژيم دې د ايران د غاښ ماتؤنکي ځواب د زيانونو د بيا رغونې لپاره د بودجې برابرولو په فکر کښې اوسي

د ايران د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر په يو ټوئيټ کښې وليکل: صهيونېسټ رژيم دې د ايران د غاښ ماتؤنکي ځواب د زيانونو د بيارغونې لپاره د بودجې برابرولو په فکر کښې اوسي.

علي شمخاني د ايران په خلاف د صهيونېسټ رژيم د ګواښونو او د خپلو غليمانه اقداماتو لپاره د بودجې د تصويبولو د ادعا په ردعمل کښې په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل صهيونېسټ رژيم دې د ايران په خلاف د شرارت لپاره د يونيم ميليارډ ډالري بودجې د بيلولو په ځاے پکار دے د ايران د غاښ ماتؤنکي ځواب په نتيجه کښې د زامنځته شويو تاوانونواو زيانونو د بيارغونې لپاره د لسګونو زرو ميليارډ ډالرو د برابرولو په فکر کښې اوسي.

 

ټیګونه