Oct 26, 2021 16:15 Asia/Kabul
  • د لړم د میاشتې څلورمه د کاپیتولاسیون په وړاندې د امام خمینی ره د اعتراض کلیزه

کاپیتولاسیون داسې یوې معاهدې ته وایي چي د هغه له مخې بهرنیان په یو هیواد کې د پاته کېدو حق تر لاسه کوي او په قضایي چارو کې له ځانګړو امتیازاتو څخه برخور کیږي.

کاپیتولاسیون د ۱۵ پېړۍ را په دې خوا په کمزورو هیوادونو باندې د سلطه غواړو له لوري وټپل شو او په ایران کې هم د لومړي ځل لپاره د قاجار په دوره کې له روسیې سره په جګړه کې تر ماتي وروسته د ترکمانچای موافقه په ایران وتپل شوه، د دغه قرارداد په ۷ او ۸ بندونو کې راغلې وه چي روسي سلاکاران په ایران کې له قضایي مصئونیت څخه برخمن دي یعني د هر ډول جنایت په وړاندې کوربه هیواد له قضایي تعقیبونې بې برخه وي.

تر روسانو وروسته برتانیا او بیا ورپسې فرانسه هم په ایران باندې کاپیتولاسیون وتپل خو د دې بهیر تر ټولو وروستي اقدام په ۱۳۴۳ لمریز کال کې تر سره شو چي امریکا د ایران په شریف ولس باندې د خپلو ښاریزو کاپیتولاسیون ځانګړې امتیازات تحمیل کړ.

د ۱۳۴۳ لمریز کال په چنګاښ میاشته کې د ایران مخکنی باچا محمدرضا امریکې ته ولاړ او هلته یې په ایران کې د امریکایي وګړو د قضایي مصئونیت له واشنګټن سره د فوځي مرستو په بدله کې ومنل.

تر دې سفر وروسته شاه د کاپیتولاسیون معاهده د سنا په جرګه کې د تصویب لپاره وړاندې کړه.

د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمینی ره په ایران کې علماو ته لیکونه واستوه او د قم له علماو سره په دې اړه خبرې وکړې او خپل مخالفت یې له کاپیتولاسیون سره څرګند کړ، د حضرت امام ره تر دغه اقدام وروسته د ایران په ګوټ ګوټ کې د دې معاهدې په ضد اعتراضات وشو.

حضرت امام خمیني کاپیتولاسیون یې د ایران لپاره د امریکایانو د غلامۍ پړه وباله او د هغه په ضد یې یوه سخته بیانیه خپره کړه چي یوازې په تهران کې د هغه ۴۰ زره نسخې چاپ شوې.

 

 

ټیګونه