Oct 26, 2021 16:21 Asia/Kabul
  • په ایران کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو غرضي راپور

بشري حقونه نن سبا د ایران په څېر په خپلواکو او پرمختیایي هیوادونو باندې د فشار د راوستلو په یوه سیاسي اوزار بدل شوی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري حقونو د کمیټې منشي او د قضایي قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادی د ایران په هکله د بشري حقونو د ځانګړې راپور په تړاو ملګرو ملتونو ته وویل: په داسي حال کې چي نړۍ د لوېدیځو هیوادونو او د امریکې د سیاستونو او کړچار د امله له بې عدالتی څخه ځوریږي، په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله د راپور برابرول، هغه هم په داسي حال کې چي ایران خپله د لوېدیځو هیوادونو د اقداماتو د امله د بشري حقونو د نقضونې قرباني شوی، یو ډول غرضي او سیاسي اقدام بلل کیږي.

د لوېدیځو هیوادونو د بشري حقونو پوري اړوند د کړچار په هکله یوه نیوکه دا ده، چي یاد هیوادونه له دې لاري د بشري حقونو تر عنوان لاندې د سیاسي موخو په لړ کې په نورو هیوادونو فشار راولي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازې زهرا ارشادی د بشري حقونو د ځانګړی ریپورټر جاوید رحمان په ځواب کې وویل چي له دغه ډول راپورونو څخه هدف په هیوادونو باندې فشار راوستل دی.

د امریکې او کاناډا په څېر هیوادونه چي د داسي غرضي راپورنو ملاتړ کوي، په داسي حال کې د بشري حقونو د دفاع ادعا لري چي په خپلو ټولنو کې د مدني معترضانو او د تورپوستو وژله، د زندانیانو شکنجه، د مسلمانانو بې حرمتي او د اروپا په سرحدونو کې د کډوالو ځپل د قانون پلي کېدا بولي، دغه هیوادونه په داسي حال کې چي خپله د بشري حقونو په نقضولو کې تر ټولو مخکښ دي د نورو هیوادونو لپاره بیانیې صادروي او نیوکې کوي.

د سیاسي چارو شناند پارسا جعفری د بشري حقونو په زمینه کې د لوېدیځو هیوادونو د دوه ګوني چلند په هکله وایي: له بشری حقوقو سره د دوه ګوني چلند او اوزاري استفادې څخه د پرهیز په صورت کې به د خلګو په ژوند کې مثبت بدلون راشي، خو له بده مرغه اوس مهال د داسي یو مسئولانه چلند کتوونکي نه یو، سلطه غواړي هیوادونه له بشري حقونو څخه په اوزاري استفادې سره د بشر د حقوقو مقام راټیټ کړی دی.

هغه راپورونه چي د سیاسي موخو پر بنیاد تدوینیږي د بشري حقونو د شورا باور ته زیان رسوي، دغه شورا د دې دنده لري چي د ملګرو ملتونو په غړو هیوادونو کې د بشري حقوقو خیال وساتي خو په دې ډول غرضي راپورونو سره دغه شورا له خپل اصلي وظیفي نه لیري کیږي.

د ایران استازې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ دریمې کمیټې ته د ایران په هکله د دوه ګوني راپور به غبرګون کې وویل: ایران د ملګرو ملتونو منشور منجمله بشري حقوقو ته ژمن دی خو هیوادونه دي باید د بشري حقوقو په زمینه کې له دوګوني او غرضي چلند څخه باید پرهېز وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازې د دې په یادونې سره چي کاناډا، برتانیا، امریکا او سوېډن د بشري حقونو له مکانیزم څخه ناوړه ګټه پورته کوي په یادو هیوادونو کې د بشري حقوقو په وضعیت نیوکې وکړې او په یادو هیوادونو کې د بشري حقوقو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ایران اسلامي جمهوریت په دې باور دی چي په نړیواله کچه کې د بشري حقوقو د پیاوړې کېدو یوازنۍ لاره د متقابل درناوی په چوکاټ کې خبري اتري او ګډې هڅې دي.

 

ټیګونه