Oct 27, 2021 11:59 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډه په تهران کښې شروع شوه

د روسيې په اضافې سره د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيرانو دويمه غونډه نن سحر د ايران د ولسمشر د وړومبني مرستيال محمد مخبر په شتون سره شروع شوه.

زمونږ د خبريال د ربوټ له مخې د ازبکستان، تاجېکستان، ترکمنستان او پاکستان خارجه وزيران په حضوري توګه او د چين او روسيې وزيران په آنلائن توګه په دغه غونډه کښې شرکت کوي.البته د دغو دوو هېوادونو استازي پکښې په حضوري توګه شتون لري.

ټاکل شوې ده د ملګرو ملتو د مشر پېغام هم په دغه غونډه کښې ولوستے شي.

د ځينو هېوادونو سفيران هم په دغه غونډه کښې موجود دي.

د افغانستان د ګاونډي هېوادونو وړومبنۍ غونډه د تېر ستمبر په مياشت کښې د پاکستان په کورباتوب په آنلائن توګه شوې وه.

د ايران د خارجه وزرات وياند پرون د نننۍ غونډې په اړه په يو ټوئيټ کښې ليکلي و: د بهرني مداخلت رد، د سيالۍ په ځاے د ګاونډيانو ملګرتيا او تعاون او د افغانستان په راتلونکي سياسي جوړښت کښې د ټولو ولسي ډلو مشارکت د نننۍ غونډې پېغام دے.

 

ټیګونه