Oct 27, 2021 12:43 Asia/Kabul
  • هيله من يوو چې نن په يو غږسره ګډ پېغام نړيوالې ټولنې ته ولېږوو

د ايران خارجه زير وويل: هيله لروو چې د افغانستان د ګاونډيانود خارجه وزيرانو په غونډه کښې به په يو غږ سره ګډ پېغام هم نړيوالې ټولنې، هم د سيمې هېوادونو او هم د افغانستان دننه ته ولېږلې شوو.

د اېرنا د رپوټ له مخې حسېن امير عبداللهيان نن د افغانستان د ګاوڼديانو په دويمه غونډه کښې د دې په بيانولو سره چې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت له تشکيلېدو ملاتړ کوو تاکيد وکړ، د افغانانو او له ګاونډيانو سره د پولو د امنيت ذمه واري په وړومبۍ درجه په کابل کښې د سرپرستو واکمنانو په غاړه ده او ټول پکار د ے له موجوده حالت څخه د وتلو لپاره افغانستان سره مرسته وکړوو.

د ايران خارجه وزير په دوام کښې د يو بل د حاکميت احترام، د زمکنۍ بشپړتيا ساتنه د نورو په چارو کښې نه مداخلت د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه سياست د بنيادي اصولو برخه وبلله او وې ويل: که نن د تهران په غونډه کښې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د تشکيل لپاره يو مضبوط پېغام لېږل شي نو د وروستيو لسيزو له نيواکګرۍ او مشکلاتو سره په مقابله کښې د افغان ولس تاريخ او رول ته د پام په خاطر دي.

امير عبداللهيان واضحه کړه، په افغانستان کښې له موجوده بحرانه وتل کورني يووالي او د هېواد له لوړو او ډېرو استعدادونو څخه استفادې او ټولو ظرفيتونو استعمالولو ته ضرورت لري.باوري يوو چې په وړومبۍ مرحله کښې پکار دے ټول ګاونډيان او نړيواله ټولنه د افغانستان په اوسنيو حالاتو کښې انساني سياسي حالت، د ترهه ګرۍ او نشه ايزو توکو د قاچاق پراختيا او د بشري او ښځو د حقوقو خيال ساتنې ته خاصه پام لرنه اوشي.

هغه دا خبره په ګوته کړه چې د افغانستان اوسني زياتره مشکلات په بهرنيو مداخلتونو کښې جرړه لري او امريکه پکار دے په لوړ غږ سره د هغو غميزو په وړاندې چې په تېرو دوو لسيزو کښې په افغانستان رامنځته شوې خپله ذمه واري اومني او په مقابل کښې يې د نړيوالې ټولنې د هلوځلو ترڅنګه د افغانستان د خلقو د مشکلاتو او دردونو د ختمولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

 

ټیګونه