Oct 27, 2021 15:42 Asia/Kabul
  • د چين خارجه وزير په تهران کښې د افغانستان د ګاونډيانو غونډه ګټوره وبلله

د چين خارجه وزير نن په تهران کښې د افغانستان د ګانډي هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډه ډېره کټوره وبلله.

د اېرنا د رپوټ له مخې وانګ يي نن سحر په تهران کښې د افغانستان ګانډي خارجه وزيران په دويمه غونډه کښې په آنلائن توګه په خپله وېنا کښې وويل: باوري يوو چې دغه غونډه په يو ښۀ وخت کښې جوړه شوه او دا به د دې سبب شي چې زمونږ ترمېنځ رامنځته شوي ډېپلومېټک چېنلونه به مضبوط شي.

هغه د دې په بيانولو سره چې تر اوسه مو په ښه لاره کښې حرکت کړے دے چې په افغانستان د صلحې او ارامښت له ټينګښت سره مرسته وکړې شوو، څرګنده کړه، چين د افغانستان په موضوع کښې زياتې صلاح مشورې کړې دي چې په دغه هېواد حالات ښه شي او افغان ولس يو ښه ژوندولرلې شي.

 

ټیګونه