Oct 27, 2021 16:09 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت له تشکيل څخه د روسيې ملاتړ

د روسيې خارجه وزير د افغانستان د ګاونډي خارجه وزيرانو په دويمه غونډه کښې وويل: ماسکو په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت له تشکيل څخه ملاتړ کوي.

د اېرنا د رپوټ له مخې سرګئ لاوروف  په تهران کښې دغې غونډې ته په خپله آنلائن وېنا کښې وويل، په افغانستان کښې د صلحې او قرارۍ له رامنځته کېدو څخه ملاتړ کوي او دغه هېواد پکار دے له صفره شروع وکړي او د خرابيو تلافي وکړي.

د روس دغه چارواکي د دې په بيانولو سره چې د افغانستان اوسنے حالت په دغه هېواد کښې د امريکې د فوځي موجودګۍ نتيجه ده، واضحه کړه، افغانان پکار دے پوه شي چې هغوي ته خپل حقوقو ورکېدونکي دي. په دې لار کښې ټول هېوادونه پکار د افغانستان په وړاندې خپله ذمه واري قبوله کړي.

د روسيې خارجه وزير په دې باندې په تاکيد سره چې لويديځوال او امريکه تل له لرې څخه په افغانستان کښې خپلو هدفونوته د رسېدو کوشش کړے دے زياته کړه، پکار دے په افغانستان کښې مختلف قوميتونه په نظر کښې ولروو او د پراخ بنسټه حکومت له تشکيله ملاتړ وکړو، په دغه غونډه کښې د ګډون کؤنکو دريځوه په خپلو کښې ډېر نزدې دي چې دا چاره په افغانستان کښې د صلحې له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي.

 

ټیګونه