Oct 27, 2021 17:21 Asia/Kabul
  • له کډوالو څخه ملاتړ او د صلحې او دوستۍ لپاره کوشش له افغانستان سره د مرستې لپاره د ايران دوه ګامونه

د ايران اسلامي جمهوريت له څلورو لسيزو زياته موده د ګاونډي هېواد افغانستان له ښاريزو، کډوالو او مهاجرينو څخه د ملاتړ کوي او بې له څه تبعيضه يې هغوي ته د ايراني ښاريزو په شان خدمات رسونه کړې ده.

له افغان کډوالو څخه د ايران بې دريغه خدمات د يو ګاونډي هېواد د مشکلاتو په وړاندې د ايران د اسلامي جمهوريت د انساندوستان اقداماتو او انساني ذمه واريو يوه برخه ده.

په افغانستان د امريکې شل کلنه قبضه او په سياسي او اقتصادی بې ثباتۍ او د امريکې تر ملاتړ لاندې د داعشي ترهه ګرۍ او تندلارو بهېرونو کښې د دغه هېواد ښکېلول ځينې هغه مسائل دي چې د دغه هېواد لپاره يې منفي نتائج لرلي دي. په افغانستان کښې د ناامنۍ او تاوتريخوالي پراختيا، له هېواده په بهر او دننه کښې د ميلينونو تنو کډوالي او د جنګ په وجه رامنځته شوې ويجاړۍ د دغه ټاټوبي د قبضه کولو ځينې نتائج دي.

د ايران اسلامي جمهوريت په داسې  حساسو حالاتو کښې د ميلينونو کډوالو کورباتوب، د چابهار بندر له لارې د دغه هېواد د تجارتي ارتباط ټينګول او معيشت د برابرولو او د تجارتي فعاليتونو د دوام لپاره د پوله ايزو سيمو خلاصې ساتلو ثابته کړې ده چې د افغانستان د د مشکلاتو له هواري سره د مرستې لپاره کلکه اراده لري.

ايران په افغانستان کښې صلح او امنيت د ايران د صلحې او امنيت په معنا بولي او په دې پالېسۍ سره د بين الافغاني خبرو اترو له پرمختګ څخه ملاتړ کي. په همدې لړ کښې تهران نن د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيراتو د دويمې غونډې کوربه دے.

د افغانستان له ثبات او د مشکلاتو له هواري سره د مرستې لپاره د دغه مهمې او سټراټيجکې غونډې په درشل د ايران خارجه وزارت د بهرنيو ښاريزو او مهاجرينو د چارو عمومي سېکتر مهمدي محمودي د افغانستان په چارو کښې د آسټرېليا له خاص استازي دېنيل سلوپر او په تهران کښې د آسټرېليا سفير او ورسره پلاوي سره د افغانستان د بدلونونو او مسائلو په اړه کتنه او خبرې اترې وکړې.

محمودي په دې کتنه کښې وويل: ايران د زدکړو، روغتيا، درملنې، سلامتيا، معيشت، هنري زدکړو، روزګار ورکولو او همدارنګ په ناڅاپه پېښو کښې د مرستو ورکولو په شان برخو کښې   بې له څه تبعيضه ډېر ګڼ شمېر بهرنيو مهاجرينو او کډوالو ته خدمات رسوي.

په ايران کښې د ملګرو ملتو د عالي کمېشنرۍ استازي سيوانکا دانا پالا د تېر جون په شلمه د کډوالو د ورځې په مناسبت په يو سمينار کښې وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د خپلې صلح غوښتنې او انساندوستۍ  په روح سره  چې د ديني تعليماتو په وجه دي تل له نړيوال معاهدو نه زيات د کډوالو په خدمت کښې ؤ او دے.

د ايران اسلامي جمهوريت په عېن حال کښې باوري دے چې هله به په افغانستان کښې صلح پائېداره شي چې د دغه هېواد خلق او ټول قامونهاو سياسي ډلې په يو زړۀ توب او د يو بل په ملګرتيا سره د خپل هېواد راتلونکې لار برابره کړي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي د تېرې نهې په ورځ په تهران کښې د پاکستان د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په کتنه کښې په دې باندې تاکيد سره چې ايران د افغانستان د خلقو د امنيت، ارامښت او په دغه هېواد کښې د صلحې او دوستۍ په فکر کښې دے هيله څرګنده کړه چې په ايران کښې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيراتو غونډه به وکړې شي له سيمې  څخه د امريکنيانو لاسونه پرې کړي او د افغانستان د مشکلاتو د هواري لپاره به يوه حل لاره هم راپېدا کړي.

---------

 

ټیګونه