Oct 28, 2021 04:41 Asia/Kabul
  • په سياسي جوړښت کښې د ټولو قامونو برخه اخېستل د افغانستان د مسائلو يوازېنۍ حل لار ده

د افغانستان د ګاونډي هېوادونو خارجه وزيرانو د تهران د غونډې په آخر کښې د يوې ګډې بيانيې په جاري کولو سره تاکيد وکړ: د ټولو قامونو په برخه اخېستلو سره يو ستر پراخ بنسټه سياسي جوړښت د افغانستان د مسائلو يوازېنۍ حل لاره ده.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د روسيې په اضافې سره د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه پرون په تهران کښې اوشوه او آخر کښې ګډه بيانيه جاري شوه.

په دغه غونډه کښې د ايران، ازبکستان، تاجېسکتان، ترکمنستان او پاکستان خارجه زيرانو په حضوري توګه او د روسيې او چين خارجه وزيرانو په آنلائن توګه ګډون وکړ.

په دغه غونډه کښې ګډون کؤنکو وزيرانو په يوې بيانيه کښې د منل شويو نړيوالو اصولو او د پائېدارې صلحې د رامنځته کېدو لپاره د افغانستان د خلقو د آرمان د احترام په يادونې سره د يو ثبات ‎، ترقي او څوکالي او له ګاونډي هېوادونو سره د غږمله تعلقاتو لرونکي افغانستان د ليدو لپاره هيله څرګنده کړه.

د دغې بيانيې په دوام کښې په افغانستان کښې په پېچلي فوځي، سياسي، اجتماعي، اقتصادي حالت باندې د اندېښنې په څرګندولو سره په بشردوستانو مرستو تاکيد اوشو او خارجه وزيرانو په افغانستان کښې د ټولو قامونو په برخې اخېستنې سره د ستر پراخ بنسټه سياسي جوړښت د تشکيلولو د ضرورت په يادونې سره په افغانستان کښې د صلحې، ثبات او ملي پخوله ينې د رامنځته کولو لپاره د دغه هېواد د ګاونډيو هېوادونو په مضبوط ملاتړ تاکيد وکړ.

د دغې بيانې په دوام کښې راغلي دي، متعلقه ذمه وار افغان لوري پکار  دے نړيوالې ټولنې ته ضمانت ورکړي چې د افغانستان خاوره به د ګاونډي هېوادونو لپاره هيڅ ډول ګواښ نه رامنځته کوي او د جنايتکارو، ترهه ګرو او بېلتون غوښتونکو ډلو په ذريعه به استفاده نه کيږي او د ګاونډي هېوادونو په وړاندې به دوستانه تلګاره غوره کوي.

په دغه بيانيه کښې له نړيوالې ټولنې او مرسته کؤنکو هېوادونو وغوښتل شول چې د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو په تېره بيا د ايران له اسلامي جمهوريت، پاکستان او د افغانستان له نورو ګاونډي هېوادونو څخه دې دوامداره، کافي او متناسب مالي ملاتړونه اوشي.

 

 

ټیګونه