Oct 28, 2021 06:28 Asia/Kabul
  • په ايران کښې د بشري حقوقو د حالت د خاص رپورټر رپوټ مردود دے

د ايران د اسلامي جمهوريت د بشري حقوقو کمېټۍ د يوې بيانيې په جاري کولو سره په ايران کښېد بشري حقوقو د رپورټر جاوېد رحمان ورستے رپوټ ناعادلانه او سياسي بيان کړ او هغه يې مردود وبلۀ.

د اېرنا د رپوټ له مخې د ايران د بشري حقوقو کمېټۍ د ايران د اسلامي جمهوريت لپاره د خاص رپورټر ګمارل د لويديځو هېوادونو په تېره بيا د بشري حقوقو د يو خلاف ورزي کؤنکي هېواد يعنې کېنېډا لخوا په سياسي انګېزې سره او د ايران د ملت په خلاف د غرضي نظر په لړ کښې يوناعادلانه پلان وګڼۀ او داسې يو رپوټ يې غېر حقيقي او غېر منصفانه وبلۀ.

د ايران د بشري حقوقو کمېټۍ تاکيد وکړ: د ايران اسلامي جمهوريت د ترهه ګرۍ د خطر په وړاندې دملت له حقوقو څخه دفاع خپله ذمه واري بولي او د امريکې يو اړخيز او غېرانساني قهرجن اقدامات چې د درملو او روغتيائي خدماتو ته د ضرورتمنو ماشومانو، مېرمنو او سړيو سلامتي يې له خطر سره مخامخ کړې ده غندي او د بشري حقوقو دغې څرګندې خلاف ورزۍ ته د رپورټر نه پاملرنه سخته افسوسناکه چاره ګڼي.

د دغې بيانيې په آخر کښې راغلي دي چې له جاوېد رحمانه بايد پوښتنه اوشي چې آيا د ايراني چارواکو، سائنسدانانو او ښاريزو وژله د ژوند د حق د خلاف ورزۍ په معنا نه ده چې يې په دې اړه خاموشي اختيار کړې ده؟ د امريکې په مخکيني ولسمشر لخوا له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ترټولو د ستر قوماندان او د ايران او د سيمې د ملتونو د حقوقو رښتيني مدافع شهيد جنرل قاسم سلېماني قتل د دۀ په رپوټ کښې څه ځاے لرلے دے؟

 

ټیګونه