Nov 03, 2021 15:43 Asia/Kabul

د امریکا سمندری ځواک له څو چورلکو او جنګي بیړۍ څخه په استفادې سره دتیلی کشتۍ په لټولو پسې شول خو د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک د سرتیرو مامورانو په قدرتمند او خوله ماتونکي اقدام سره ئې د امریکائي ځواک او بیړیو مخه ونیوله او په شاشول .

العالم خبری چینل راپور ورکړ،د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک میړني ځواک په یوه شجاعانه او میړني اقدام کې دتیلو د غله کولو لپاره د امریکائي بیړۍ عملیات ناکام کړل او دغه بیړئ ئې تښتې ته اړباسله .

  په راپور کې وئیل شوي دي ،د سپاه پاسدارانو دسمندري ځواک میړنیو مامورانو د عمان سمندر په نړیوالو اوبو کې  له یوې هغې تیلی کشتۍ څخه د تیلو د غله کولو لپاره د امریکائي بیړۍ عملیات ناکام کړل چې د ایران په صادراتی تیلو بار وه . 

د امریکائي ځواک د غې سترې بیړۍ  په یوه اقدام کې یوه تیلی کشتۍ چې د ایران صادراتي تیل ئې بار کړي وو ، په عمان سمندر کې مصادره کړه او یوې بلې کشتۍ ته ئې ورڅخه درست تیل په منتقلولو سره هغه کشتۍ په نامعلوم لور روانه کړې وه .خو په همدې وخت کې د ایران د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک میړني ځواک سیمې ته په رسیدو سره دهلی برن عملیاتو په اجرا کولو سره هغه له تیلو ډکه امریکائي کشتۍ  ونیوه او  هغه ئې د ایران د ټاټوبي د سمندري حدودو په لور هدایت کړه .

په دوام کې د امریکا سمندری ځواک له څو چورلکو او جنګي بیړۍ څخه په استفادې سره دتیلی کشتۍ په لټولو پسې شول خو د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک د سرتیرو مامورانو په قدرتمند او خوله ماتونکي اقدام سره ئې د امریکائي ځواک او بیړیو مخه ونیوله او په شاشول .

د امریکا سمندري ځواک بیا په څو جنګی بیړیو  څخه په استفادې او په ډیر زیاتو وړتیاؤ سره لازیاته هڅه وکړه ،څو د تیلی کشتۍ دحرکت لاره بنده کړي چې بیا هم بریالي نه شول .د امریکائي ځواک په لاس دغه غلا شوي تیلی کشتۍ همدااوس د ایران د اسلامی جمهوریت د ټاټوبي په سمندري حدودو کې  ده .

 

ټیګونه