Nov 24, 2021 12:32 Asia/Kabul
  • بسیجیان د هیواد د ټولو ستونزو په هواري کښې اغیزناک عمل کوی شي

د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) د ۱۹۷۹ کال د نومبر په ۲۶ نیټه د مستضعفانو د بسیج ادارې د جوړولو حکم صادر کړ

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د بسیج د اونۍ په مناسبت یو پيغام کښې، دغې پرګنې ته په خطاب کښې وفرمایل: په دانا او توانا خدای باندې په اعتماد او توکل سره، د هیواد او ولس په ټولو عمومي مسائلو کښې اغیزناک او د ستونزو هوارونکي ثابتیدې شئ

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي ټولو په تیره بیا تازه او تاندو ځوانانو ته د بسیج د اونۍ د مبارکۍ په ویلو سره،زیاته کړه: بسیجیان له ځانه د مخکښي نسل په شان د عظیم الشانه ارواښاد امام محبوب اولادونه دي.

هغوي وفرمایل: بسیجیان دې د خپل موقعیت قدردانه وي او خبر دې شي چې په لوړ همت او عقلمندۍ او صحیح فکر او په وسمن خدای باندې په توکل سره د هیواد او ولس په ټولو عمومي مسائلو کښې اغیزناک او ستونزې هوارونکی عمل کولې شي او دا د ایران د ولس د څو لسیزو تجربه ده.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) د ۱۹۷۹ کال د نومبر په ۲۶ نیټه د مستضعفانو د بسیج ادارې د جوړولو حکم صادر کړ.

 

ټیګونه