Nov 25, 2021 15:27 Asia/Kabul
  • د ايران او اماراتو تعلقات د ښۀ کېدو په حال کښې

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير سياسي مرستيال د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د ښۀ کېدو لپاره له متحده عرب اماراتو سره د موافقې خبر ورکړ.

علي باقري وويل، د سيمې هېوادونو ته د سفر په دوام کښې مو د تېرې شورو په ورځ په دُبۍ کښې د په بهرني سياست کښې د اماراتو د امير له ستر صلاحکار انور قرقاش او د اماراتو د حکومت د بهرنيو چارو صلاحکار خليفه شاهين المرر سره په دوستانه او مخلصانه ناسته کښې موافقه وکړه چې د ايران او اماراتو په تعلقاتو کښې يوه نوې صفحه خلاصه شي.

په وروستيو څو مياشتو کښې د ايراني او اماراتي چارواکو  خبرې اترې او څرګندونې په خاصه توګه په اقتصادي او تجارتي برخه کښې د تعلقاتو د ښۀ کېدو لپاره د دواړو خواو د جدي ګروهنې ښودنه کوي. دغو دواړو هېوادونو په مختلفو برخو کښې پخواني تعلقات لرلي دي او  د سياسي تعلقاتو په سطح کښې د ځينو لوړو ژورو باوجود د ايران او اماراتو اقتصادي ملګرتياوې هيڅکله نه دي اودرېدلې.

د امريکې د يواړخيزو بنديزونو له لګولو او له ايران سره د تعلقاتو د کمولو لپاره د سيمې په هېوادونو باندې له دباو راوړلو وروسته د اماراتو او ايران په تجارتي تعلقاتو هم اثر اوشو خو اقتصادي وابستګۍ د دې سبب شوې چې دواړه لوري يوه متعادله پاليسي غوره کړي  او د تعلقاتو د ښۀ کېدو په تکل کښې شي؛ په نورو الفاظو سره اقتصادي روابط د دواړو خواو په تعلقاتو کښې يو ترټولو نښلؤنکے او تقاضا کؤنکے عنصر دے او په همدې وجه حتی په ډېرو سختو بائيکاټي او د سياسي تعلقاتو د کمېدو په حالاتو کښې هم امارات د تجارت په برخه کښې هم هغه شان د ايران د پينځو تجارتي انډيوالانو په اوله درجه ؤ او اوس هم دے. د ايران او اماراتو ترمېنځ تجارت د سږني هجري نمريز کال په وړومبنيو پينځو مياشتو کښې 3 /   7 ميليارډ ډالره ؤ چې د تېر 1399 هجري نمريز کال له همدا شان مودې سره په پرتله کښې د وزن له لحاظه ۲۴ فيصده او د ارزښت له لحاظه يې  54 فيصده وده کړې ده.

له ګاونډي هېوادونو سره ملګرتياوې او ورته توجه تل د ايران سياسي، امنيتي او اقتصادي ترجيح وه او ده او هغه ډول چې اماراتي چارواکي وائي، دغه هېواد هم په سيمه کښې د تاوتريخوال د ختمولو لپاره کوشش کوي. په بهرنيو چارو کښې د اماراتو د امير ستر صلاحکار انور قرقاش په دوبۍ کښې د نړيوال سياست په کانفرنس کښې وويل: دغه هېواد د خبرو اترو له لارې له ايران او ترکيې سره د سيالۍ او تاوتريخوالي د کمولوکوشش کوي چې په سيمه کښې له نوې مخامخېدنې څخه ډډه اوشي.

امارات د ايران د صادراتو د اډې په توګه ګڼل کيږي او ايراني سوداګر په دغه هېواد کښې په ګڼ شمېر کښې شتون لري او په دُبۍ کښې د ايرانيانو پانګونې د دغې هېواد په اقتصادي وده کښې يو مهم کردار لرلے دے. همدارنګ د ايران له خاورې څخه ترکيې او بيا اروپا ته د اماراتي سامانونو د ټرانزېټ موضوع هم چې د اماراتو او ايران لپاره د پام وړ ګټې لري د دواړو هېوادونو د چارواکو د تعقيبونې په حال کښې ده او ټاکل شوې ده د اماراتو، ايران او ترکيې کورېډور په رسمي توګه په نزدې راتلونکو وختونو کښې شروع شي.

څرګنده ده چې د دوو ګاونډي هېوادونو په توګه د ايران او اماراتو سياسي، اقتصادي او امنيتي ګټې د دوو اړخيزو او سيمه ايزو تعلقاتو او ملګرتياو په ښۀ کېدو کښې رول لري،دواړه هېوادونه د ښۀ ګاونډيتوب او متقابل احترام او دغه شان د دوو اړخيزو اقتصادي او تجارتي ملګرتيا د پراختيا او د سيمې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره د کوشش په بنياد د تعلقاتو په پياوړتيا تاکيد لري.

په همدې وجه په دې وروستيو مياشتو کښې د دواړو هېوادونو سفارتي او تجارتي تعلقات زيات شوي او اټکل کيږي چې په خاصه توګه په اقتصادي برخه کښې د دواړو هېوادونو ملګرتياوې هم په راتلونکو وختونو کښې زياتې شي. له اماراتي چارواکو سره د علي باقري وروستۍ کتنه او د دواړوهېوادونو په تعلقاتو کښې د نوې صفحې د خلاصېدو لپاره موافقه هم په همدې چوکاټ کښې ګڼل کېدې شي.

-------

 

ټیګونه