Nov 26, 2021 04:56 Asia/Kabul
  • خطيب زاده: امريکه او اروپائي ټرائيکا فرېبکارانه بيانيې جاري کوي

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند بېګا د ويانا د خبرو اترو به درشل کښې د لويديځوالو په نامناسبه چلندونو سخته نيوکه وکړه.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې سعيد خطيب زاده په يو ټوئيټ کښې د وياناد خبرو اترو په درشل کښې د امريکې/ټرائيکا او د ايران اسلامي جمهوريت د پالېسيو او اقداماتو په پرتله کښې وليکل: د ويانا د خبرو اترو په درشل کښې لويديځوال لوري د بنديزونو د زياتولو، د فرېبکارانه بيانيو د جاري کولو، د تحريف شويو روايتونو د وړاندې کولو او د اسرائيلو د ګواښونو په وړاندې د خاموش پاتې کېدلو اقدام کوي، په داسې حال کښې چې ايران د خبرو اترو جدي او د لوړې درجې ټيم جوړ کړے، د فوري او ښې موافقې او د برجام د ايټمي موافقې او د ۲۲۳۱ پرېکړليک د پوره اجرا کېدو غوښتونکے دے او سيمه ايزې صلاح مشورې ترسره کوي.

خطيب زاده زياته کړه، دا کافي ده چې د دواړو لورو د ترجيحاتو پرتله اوشي.

جرمني، فرانسې او برطانيې پرون د اېټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د حکامو د شورا په غونډه کښې د امريکې د نظر د جلبولو په لړ کښې د يوې بيانيې په صادرولو سره  د ايران اسلامي جمهوريت چې له آژانس سره يې د اوچتې سويې تعاون او همکاري لرلې ده له دغه آژانس سره په پوره ملګرتيا نه کولو تورن کړ.

 

ټیګونه