Nov 26, 2021 14:18 Asia/Kabul
  • دامریکاټول بایکاټونه باید یوځای ختم شي

ده جوته کړه د ویانا په مزاکراتو کې د ایران ټول تمرکز دا دې چی په جدی توګه او په بشپړه ارادې سره د ایران د ولس پرضد ظالمانه بایکاټونه ختم شي .ده ټینګار وکړ د ایران دریځ پریکنده ، روشن او منطقی دې

د ایسنا له راپور سره سم د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی خطیب زاده د ویانا په خبرو کې د لویدیځوالو لخوا د بایکاټونو د ګام په ګام ختمولو د وړاندیز په اړه د ځینو رسندویو د ګومانونو په اړه وویل د امریکا ټول بایکاټونه باید په یو ځای ،اغیزمن او د ریښتیا معلومولو وړ او په عینی تضمینونو سره ختم شي . ده جوته کړه د ویانا په مزاکراتو کې د ایران ټول تمرکز دا دې چی په جدی توګه او په بشپړه ارادې سره  د ایران د ولس پرضد ظالمانه بایکاټونه ختم شي .ده ټینګار وکړ د ایران دریځ پریکنده ، روشن او منطقی دې .

سعيد خطيب زاده  همداراز مخکي په يو ټوئيټ کښې د وياناد خبرو اترو په درشل کښې د امريکا  ټرائيکا او د ايران اسلامي جمهوريت د پالېسيو او اقداماتو په پرتله کښې لیکلی وو  د ويانا د خبرو اترو په درشل کښې لويديځوال لوري د بنديزونو د زياتولو، د فرېبکارانه بيانيو د جاري کولو، د تحريف شويو روايتونو د وړاندې کولو او د اسرائيلو د ګواښونو په وړاندې د خاموش پاتې کېدلو اقدام کوي، په داسې حال کښې چې ايران د خبرو اترو جدي او د لوړې درجې ټيم جوړ کړے، د فوري او ښې موافقې او د برجام د ايټمي موافقې او د ۲۲۳۱ پرېکړليک د پوره اجرا کېدو غوښتونکے دے او سيمه ايزې صلاح مشورې ترسره کوي.

خطيب زاده زياته کړه، دا کافي ده چې د دواړو لورو د ترجيحاتو پرتله اوشي.

جرمني، فرانسې او برطانيې پرون د اېټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د حکامو د شورا په غونډه کښې د امريکې د نظر د جلبولو په لړ کښې د يوې بيانيې په صادرولو سره  د ايران اسلامي جمهوريت چې له آژانس سره يې د اوچتې سويې تعاون او همکاري لرلې ده له دغه آژانس سره په پوره ملګرتيا نه کولو تورن کړ

 

ټیګونه