Nov 28, 2021 07:55 Asia/Kabul
  • ایرانۍ میرمنه د تکوانډو د نړیوالو سیالیو اتله شوه

له ۵۷ کیلوګرامو د کم وزن په سیالیو کښې د ایران د تکوانډو لوبغاړې د ښځو د نړیوالو لوبو په فاینل کښې د سرو زرو میډل ترلاسه کړ

له ۵۷ کیلوګرامو د کم وزن په سیالیو کښې د ایران د تکوانډو لوبغاړې د ښځو د نړیوالو لوبو په فاینل کښې د سرو زرو میډل ترلاسه کړ

 نړۍ د میرمنو د آزادې تکوانډو د سیالیو وړومبنی پړاؤ، له ۳۱ هیوادونو څخه د ۱۷۰ لوبغاړو په ګډون سره د روانې لیندۍ میاشتې له څلورمې نیټې د عربستان په پلازمینه ریاض ښار کښې پیل شوی او پرون پاې ته ورسیده.

له ۵۷ کیلوګرامو د کم وزن په فاینل مقابله کښې د ایران د زهرا شیدايي مقابله د روسیې له مارګریټا بلیزنیاکوا سره وه چې په ټاکلي وخت کښې دغه سیالي ۱۱ پر ۱۱ مساوي شوه، البته په ګولډن راونډ کښې ایرانۍ لوبغاړې دغه سیالي وګټله او د سرو زرو میډل یې ترلاسه کړ.

د دغو سیالیو په تیرو ورځو کښې د ایران کوثر اساسه په ۶۲ کیلوګرامه وزن او ملیکا میر حسیني په ۷۳ کیلوګرامه وزن کښې د ایران د ټیم لپاره ۲ د زیړو میډلونه ګټلي دي.

 

 

ټیګونه