Nov 28, 2021 11:12 Asia/Kabul
  • نن د ایران د سمندري ځواک د حماسې د رامینځته کولو کلیزه ده

زمونږ خبریال وايي نن د یکشنبې ورځ او د لیندۍ د میاشتې اومه (۷) نیټه ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک د ورځې او د «پیکان» په نوم د توغندي ویشتونکي کشتۍ د پرسنلونو د حماسې د رامینځته کیدا له کلیزې سره سمون خوري .

په دغه ورځ د ایران د پیکان په نوم د توغندي ویشتونکي کشتۍ پرسنلونو په «مروارید» نومې پوځي عملیاتو کښې د تل پاتې حماسې په رامینځته کولو سره د عراق د البکر او د الامیه د تیلو په صادرونکو ټرمینلونو باندې بریدونو سره د دغو ټرمینلونو دریمه (۳) برخه تباه کړه او د دغو ټرمینلونو د ستنو د پاسه یې د ایران بیرغ ورپوه .

له دغو عملیاتو وروسته د عراق بعث دښمن د نولس سوه اتیایم (۱۹۸۰) میلادي کال د نوامبر د میاشتې په اتویشتمه (۲۸) نیټه د سیمې د هیوادونو له استخباراتي او لاجیسټیکي او د استکباري هیوادونو د سپوږمکیو او د جاسوسۍ د الوتکو له ملاتړ څخه په برخوریدا سره یوځل بیا د دغو ټیرمینلونو د نیولو هڅه وکړه چې په نابرابر جنګ کښې د ایران د پیکان توغندي ویشتونکي کشتۍ په یوازې ځان وتوانیدله د عراق یوشمیر نورې کشتۍ او الوتکې د عملیاتو له ډګر څخه وباسي .

په عین حال کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د تپلي جنګ په پړاو کښې د فارس خلیج د اوبو ، له ابادان او  خرمشهر څخه د دفاع او د هیواد د سمندرونو ، سواحلو ، بندرونو او جزیرو په دفاع کښې د ایران د سمندري ځواک د  میړنتوب او زړورتیا او د عراق د بعث دښمن سمندري ځواک ته د ماتي د ورکولو په مناسبت د لیندۍ د میاشتې اومه (۷) نیټه د پوځ د سمندري ځواک د ورځې په توګه ونوموله .

 

ټیګونه