Nov 28, 2021 11:58 Asia/Kabul
  • د ایران د اټومي ساینس پوهانو ټرور د بشریت پرضد جنایت دی

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د قضايي قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي ټینګار وکړ د اټومي سائینس پوهانو ټرور د بشریت پرضد جنایت او د نړیوالو حقوقو خلاف ورزۍ ده .

د ایران د قضايي قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ سیکرټر او د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي وویل د ایران د نورو اټومي شهیدانو په شان د شهید محسن فخري زاده ټرور د بشریت پرضد جنایت او د نړیوالو حقوقو او د بشري حقونو خلاف ورزۍ ده .

غریب ابادي د فخري زاده د شهادت د کلیزې په مناسبت وویل شهید فخري زاده یو(۱) ګمنام سائینس پوه و چې یوازې له شهادت وروسته خلک د هغه له ځینو خدمتونو سره اشنا شول .

 

ټیګونه