Nov 28, 2021 12:52 Asia/Kabul
  • د اټومي شهیدانو ټرور د بشریت پرضد جنایت او د نړیوالو  حقوقو خلاف ورزۍ :-

د ایران د قضايي قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ سیکرټر او د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي په تیرې شنبې ورځ د اټومي سائینس پوه محسن فخري زاد د شهادت د کلیزې په مناسبت وینا کښې د اټومي شهیدانو ټرور د بشریت پرضد جنایت او د نړیوالو حقوقو خلاف ورزۍ وبلله .

کاظم غریب ابادی دغه راز له ترهګرۍ سره د مبارزې د ادعا کونکو هیوادونو او د نړیوالو موسسو په چپتیا او بې عملۍ باندې نیوکې سره د اټومي سائینس پوهانو د ټرور په څلورو (۴) دوسیو باندې د حقوقي غور په زمینه کښې د تهران د عدلیې وزارت د اقداماتو د پاې ته د رسیدا خبر ورکړ .

د ایران د وسله والو ځواکونو او د دفاع وزارت د نوښت او د څیړنې د ادارې مشر محسن فخري زاده د تیر میلادي کال د نوامبر د میاشتې په اوویشتمه (۲۷) نیټه د تهران ولایت د دماوند په «ابسرد» سیمه کښې په یوې (۱) ترهګرې حملې کښې شهید کړی شو .

شهید فخري زاده یو (۱)مشهور فیزیک پوه او د پوهنتون استاد و چې  په اټومي تجربې او د علم په حوزه کښې یې د حفاظتي هدفونو لپاره اټومي ، بیولوژیکي او د کیمیاوي حوزو په شمول بیلابیل علمي نوښتونه او تل پاتې خدمات وړاندې کړل .

د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي انقلاب له بریالیتوب مخکې له پراخو ترهګرو حملو سره مخ شو .

د ایران د  لوړرتبه سیاسي او د انقلابي شخصیتونو ټرور او د اولس زره (۱۷۰۰۰) بې ګناه انسانانو وژل هغه جنایتونه دي چې د امریکا او د واشنګټن تر ملاتړ لاندې د ترهګرو لخوا په سیمه کښې ترسره شول .

د صهیونیسټ رژيم له جنایتکاره رول څخه په استفادې سره د امریکا هدفمنې وژلې کابو لس (۱۰) کاله مخکې د ایران د څو اټومي سائینس پوهانو په  ټرور سره په دوه زره لسم ۲۰۱۰)، په دوه زره یولسم(۲۰۱۱) او دوه زره دولسم (۲۰۱۲) میلادي کلونو کښې پیل شوې .

د ایران اټومي او دفاعي سائینس پوه ډاکټر محسن فخري زاده هم د ترهګرو حملو ښکار شو .

د دغه موضوع په شننې کښې درې (۳)  د پام وړ درې اړخونه شته .

لومړی(۱) اړخ هغه سیاسي ماهیت او  مغرضانه هدفونه دي  چې د امریکا او د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارو او د دوې تر ملاتړ لاندې د ترهګرو ډلو لخوا په سیمه کښې تعقیبیږي .

دوهم (۲) اړخ  په ایران کښې د علمي پرمختګونو د مخه د نیولو لپاره د دښمانانو هڅه ده چې د زیاتو دباونو په اعمالولو او ټرورونو او په اټومي تاسیساتو کښې په ورنکاریو سره سره ونه توانیدل خپلو هدفونو ته ورسیږي .

دریم (۳) اړخ د ایران د امنیت او د اقتدار بیخ بنایانو ته ګوزار ورکول دي .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني ټرو د دغو هدفمنو ټرورونو یو(۱) بل مصداق دی .

د ایران اسلامي جمهوریت باوري دی چې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د لویدیځو هیوادونو دوه ګوڼه معیارونه نه یوازې غیر رغنده دي بلکې له ترهګرۍ سره د نړیوالې مبارزې د ماتي سبب به هم شي .

د تیرو لسو (۱۰) کلونو تجربې وښودله چې د دغو دوه ګوڼه سیاستونو دوام بالاخره د حکومتي ترهګرۍ د دودیدا او د زیاتیدا د ډیرو زمینو د برابرولو سبب ګرځي .

د سیاسي مسائیلو شناند او نظریه وړاندې کونکی نوام چامسکي چې امریکا د  ترهګرۍ سرغنه ګڼي په دې هکله وايي تر هغه وخته چې ایران خپلواکه وي او د امریکا د سلطې په وړاندې سرټیټ نکړي له تهران سره به د امریکا دښمنیانې او مخالفتونه دوام ولري او زیاته یې د امریکا له نظره د ایران اسلامي جمهوریت د منلو وړ نه دی ځکه چې په خپلې خپلواکۍ سترګې نه پټوي .

ملګروملتونو د بیلابیلو پریکړه لیکونو له لارې او په یوه(۱) نظر سره ټول ترهګر اقدامات ، رودې او لارې چې په هر ځاې کښې د هر چا لخوا وي د نه توجیه وړ او د جنایتکارو اقداماتو په توګه غندلي دي .

د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوالو حقوقو او د ملګروملتونو له منشور سره سم د دغو ترهګرو حملو او د نورو خلاف ورزۍ کونکو اقداماتو ته د ځواب د ورکولولپاره د ټولو ضروري اقداماتو د غوره کولو لپاره د ځان د دفاع کولو ذاتي حق خوندي ګڼي .

 

ټیګونه