Nov 29, 2021 14:02 Asia/Kabul
  •  د مقاومت د محاذ د شهيدانو لار دوام لري

په نړيوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار د لبنان د حزب ا... د فوځي څانګې د قوماندان د لوړ مقامه شهيد سيد مصطفی بدرالدين چې سيد ذوالفقار يې لرۀ له کورنۍ سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ډاکټر علي اکبر ولايتي په دغه کتنه کښې د شهيد کورنۍ ته د هرکلي په ويلو سره د دغه ستر شهيد او د مقاومت د محاذ د ميړني قوماندان د لوړ مقام احترام او درناوے وکړ او وې ويأ: شهيد سيد مصطفی بدرالدين، الحاج جنرل قاسم سلېماني او د مقاومت ټول شهيدان د قربانۍ او ټينګ اودرېدنې بېلګې دي او د مقاومت د محاذ د شهيدانو لار دوام لري.

شهيد مصطفی بدرالدين چې سيد ذوالفقار لقب يې لرۀ د لبنان د حزب ا... د فوځي څانګې قوماندان او د شهيد عماد مغنيه جانشين ؤ چې د ۹۵ هجري نمريز کال د غوئي د مياشتې په څلوريشتمه نېټه د دمشق له نړيوال ډګر سره نزدې په يوه ترهه ګريزه چاودنه کښې په شهادت اورسېد او خپلو د جنګ ملګرو شهيدانو سره يوځاے شو.

د اسلامي بېدارۍ نړيوالې ټولنې مشر ډاکټر علي  اکبر ولايتي همدارنګ په دغه کتنه کښې د شهيد د ياد نمانځنې د رسم مطابق د هغۀ کورنۍ ته د قرآن مجيد يوه نسخه ډالۍ کړه.

 

ټیګونه