Nov 29, 2021 15:30 Asia/Kabul
  • د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی د اکو په سرمشریزې کې ویلی دی ظالمانه بایکاټونه له ګاونډیانو سره د ایران د زیات تعامل کې خنډ نه رامینځته کوي .

 

جمهوری اسلامی

دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ  لیکلی دی د ویانا په مزاکراتو کې د ایران د بایکاټونو د لیری کیدا له احتمال صیهونیست رژیم اندیښمن دې .

د مسلمانو عالمانو نړیوالې اتحادیې ویلی دی له اسراییلو سره د اړیکو عادی کول شرعا حرام دي .

ورځپاڼې په یوه بل ځای کی لیکلی دی چی له امریکا سره د طالبانو لس میلیارډی مزاکرات . سیاسی څارونکي باوري دي له امریکا سره د طالبانو مزکرات هغه هم د لس میلیارډ ډالرو د ازادولو لپاره ، دا د دې ښودنه کوی چی دغه ډله له طالبانو سره پټې اړیکي لري او د طالبانو امریکایی ضد شعارونه یوازې د عمومی افکارو د غولولو لپاره وو تر څو طالبان وکولې شی دا وښی چی امریکا یې له افغانستانه ویستلو ته مجبوره کړی ده .

په ویانا کې د باقرې ډیپلماټیکي سلامشورې . ورځپاڼه په دې اړه لیکی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال چي په مختلفو ډګرونو کې لکه حقوقي، انرجۍ او بانکې کارپوهانو د جګپوري پلاوی په مشری ویانا ته تللی و داتبار په مازیګر د مختلفو موضوعاتو په چوکاټ کې مسلکې غونډې تر سره کړې.

هغه په یاده غونډه کې تر سلامشورو وروسته د چین او د روسیې له استازو او د اروپایي اتحادیې د بهرني چارو د سرمنشی له مرستیال انریکه مورا چي د برجام د ګډ کمیسیون مشري په غاړه لري، خبري اترې وکړې.

ورته مهال کې په ویانا کې د روسیې استازی میخائیل اولیانوف په خپل ټوویټر کې ولیکل: چین، ایران او روسیه د اتبار په ورځ د رسمي مذاکراتو د پیلېدو لپاره د چمتووالې په موخه سلامشورې وکړې.

د ایران د مذاکراتي پلاوی مشر د برجام پوري اړوند په ایران باندې د ټولو منجمله د زیات فشار د سیاست په چوکاټ کې د لګول شویو بندیزونو ختمېدا د ایټمي مذاکراتو د بریالیتوب شرط وباله.

هغه په ویانا کې د مذاکراتو د دوام لپاره د ایران په دریځ باندې په تاکېد سره خبرداری ورکړ چي که چیري ټول بندیزونه ختم نه شي خبري اترې به له ماتي سره مخامخ شي، د علی  باقري کني په وېنا، په مذاکراتو کې هر ډول پرمختګ باید د امریکا له لوري د بندیزونو له ختمېدا سره مل وي.

د ایران د اسلامي جمهوریت او د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اکو په چوکاټ کې د سیمه ایزو همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو په هکله سلامشورې وکړې.

همدارنګه د اکو د مشرانو د غونډي په ترڅ کې د اکو د اقتصادي همکاریو د سازمان مشر خسرو ناظري هم امیرعبداللهیان سره ولیدل.

 اطلاعات

د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی د اکو په سرمشریزې کې ویلی دی ظالمانه بایکاټونه له ګاونډیانو سره د ایران د زیات تعامل کې خنډ نه رامینځته کوي .

د ایران د وسله وال ځواک ویندوی ویلی دی د ایران دفاعی ځواکونه امنیت راړونکي دي .

د طالبانو حکومت مشر محمد حسن په افغانستان کې د پراخې لوږې په ځواب کې ویلی دی د رزق ژمنه مو نده کړی چی اوس یې له مونږه غواړئ .

د مسلمان علماؤ نړیوالې اتحادیې له صهیونیسټي رژیم سره د ائتلاف او ورسره د موافقو د لاسلیکولو لپاره د ځینو عربو هیوادونو اقدام وغنده.ورځپاڼه په دې زمینه کې لیکلی دی د مسلمانو علماؤ د اتحادیې له خوا پرون په صادره شوې بیانیه کښې راغلي دي کوم ائتلافونه او عملي ګامونه چې ځینو عربو هیوادونو له اسرائیلو سره د اړیکو د ټینګښت لپاره پورته کړل، یو غندل شوی کار او د فلسطین له خلکو سره خیانت دی.

دغې اتحادیې له مسجدالاقصی، قدس شریف او فلسطین څخه په ملاتړ کښې په خپل دائمي دریځ باندې په ټینګار سره، د هر هیواد یا ډلې له خوا له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو ښه کول وغندل.

د مسلمانو علماؤ اتحادیې هم داشان د نیواکي ټاټوبي په تیره بیا د مسجدالاقصی او قدس شریف د آزادولو لپاره د ټولو مادي او معنوي هلوځلو په کارول کیدو ټینګار وکړ.

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه